په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو رسنۍ او عیني شاهدان وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په هوايي برید کې د ملکیانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
دا برید په مرکز صنعا کې شوی او له ۲۰۱۹ راپدېخوا په یمن کې د دغه ایتلاف تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.
د حوثي یاغیانو ډلې، صحي سرچینې او د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې برید د حوثي یاغیانو د یو لوړ پوړي مشر په کور شوی چې په کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.
دا برید د متحدو عربو اماراتو د ابوظهبۍ په هوايي ډګر باندې د حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکې د تېرې ورځې له برید وروسته شوی. متحده عرب امارات د سعودي په مشرۍ د ایتلاف غړی دی.
په همدې حال کې دغه ایتلاف وايي د حوثي یاغیانو اته بې پیلوټه الوتکې، چې سعودي عربستان ته د برید لپاره روانې وې، له منځه وړي دي.
دا ایتلاف نن سه شنبه جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) اعلان وکړ چې په یمن کې د حوثي یاغیانو په مرکزونو او سنګرونو باندې یې بیا هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د تبعید شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي ننګه کوي، ښاغلی هادي اوس په سعودي عربستان کې اوسېږي.
ملګري ملتونه وايي چې د یمن په جګړې کې چې په ۲۰۱۴ کې پیل شوې ده شاوخوا ۳۷۷زره کسان وژل شوي او دا هېواد په یو بد بشري بحران کې ګېر دی.