د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو ویروس له امله اندیښنې


د خوست روغتیایي چارواکي په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍویروس له شتون څخه اندیښنه لري.

دوی زیاتوي، د پولیو ناروغۍ د رامنځته کیدو احتمال ډېر شوی دی او کورنۍ باید د خپلو ماشومانو روغتیا ته ډیره پاملرنه وکړي.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل‌احمد شاه له خلکو غواړي، چې له دغې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې لپاره هغوی ته په منظم ډول د پوليو ضد دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

هغه وويل "که چېرې موږ په منظم ډول ماشومانو ته واکسين تطبيق کړو، نو بيا انسانانو ته د پوليو ويروس د انتقال مخنيوی کولای شو، خو که واکسين سم تطبيق نه شي، بيا نو امکان شته چې د پوليو ناروغۍ پېښې رامنځته شي".

د خوست ولایت یو ديني عالم مولوی فقيرمحمد هم له ټولو کورنیو غوښتنه کوي، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي په خاطر دې له ګوزڼ څخه د هغوی د ژغورنې لپاره د دې ناروغۍ ضد واکسين ورکړي.

ده وويل "پيغام مې دا دی، چې هرڅوک بايد د ناروغيو په مخنيوي کې خپلې نهايي هلې ځلې وکړي. الله ج د هر مرض لپاره شفا او دواء نازله کړې ده، نو بايد له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره د کورنۍ او د ټولنې ژوند وژغوري".

روان ۲۰۱۸ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ناروغۍ اخته شوي، ټول هغه ماشومان دي چې د ګوزڼ ضد له واکسين نه محروم او يا په سمه توګه ورته تطبيق شوي نه وو.

د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي علاج نه لري، خو د روغتيا پالانو په وينا د مخنيوي او له منځه وړلو يوازینې وسيله يې هر ماشوم ته په منظمه توګه هرځلې د دوه څاڅکو واکسينو تطبيق دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG