د لاس رسي وړ اتصالات

د کورني بې‌ځایه شویو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنې


د بخښنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د کورني بې‌ځایه شویو شمېر له څلور میلیونو څخه اوښتی چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي او هره ورځ زرګونه نور بې‌ځایه شوي په دغه شمېر ورزیاتېږي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۹) په یوې اعلامیې کې د کروناویروس مرګونې وبا ته په اشارې د بې‌ځایه شویو په کمپونو کې وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دې برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلی دا مهال په نړۍ کې ۱۶۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په کې میلیونونه هغه افغانان هم شامل دي چې د څلورو لسیزو دوامدارو شخړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي: "د بخښنې نړیوال سازمان له یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د کورني بې‌ځایه شویو وګړو کړاوونه رابرسېره کوي.خو په ۲۰۱۳ کې د کورني بې‌ځایه شویو د نوې پالیسۍ له وړاندې کولو سره ، د دوی په حالت کې لږ بدلون راغلی او اوس د وبا پر مهال هغه ستونزې چې دوی ورسره مخ دي لاپسې ډېرې شوې دي".

دغه سازمان د څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته خورا لږ لاسرسی او د کار موندنې فرصتونو، خواړو، سرپناه او روغتیا پاملرنې نشتوالی په افغانستان کې د کورني بې‌ځایه شویو له جدي ستونزو څخه بللي او غوښتنه یې کړې چې د بې‌ځایه شویو د پالیسۍ تطبیقولو ته دې په لومړیتوبونو کې ځای ورکړل شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د کروناویروس وبا د بې‌ځایه شویو د ژوند وضعیت لاپسې خراب کړی او په دې برخه کې باید تیروتنه ونشي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، مخکې له دې چې "د زیانمننې دا دروند پیټی کورني بې‌ځایه شوي افغانان له پښو وغورځوي" باید له دوی څخه ملاتړ وشي او بشري حقونه یې خوندي شي.

XS
SM
MD
LG