د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډې کې په افغانستان کې د داعش پر موجودیت اندېښنه


په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي په نړۍ او په خاص ډول د افغانستان په څېر هېوادونو کې د القاعدې او داعش ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره په نړیوالو هڅو ټېنګار وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال اندرو کوریل د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۹ د امنیت شورا په غونډې کې د دغې شورا له غړو څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ سره په مبارزې کې خپل اختلافات یوې خوا ته کېږدي.

کوریل وویل: «د داعش او القاعده اهدافو نښه کول باید یوه سیاسي موضوع وي. موږ د دې کمېټې له غړو څخه غواړو کله چې د دغو (اهدافو) په ټاکلو غور کوي، باید خپل اختلافات یوې خوا ته کېږدي. دا ډاډ ترلاسه کول چې داعش او القاعده ونه شي کولای د عراق، سوریې او افغانستان په څېر هېوادونو کې بیا منظم شي، متحده ایالتونه ویاړي چې د داسې یو پرېکړه لیک مبتکر دی چې دغې شورا تصویب کړی چې د سوریې اوسنی ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر احمد خطاب د ترهګرو له تور لست څخه وباسي.»

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک د استازولۍ مرستیالې ساندرا ینس لندي په دې غونډې کې وویل چې په مرکزي او جنوبي اسیا کې د القاعدې، داعش h, د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي د «له باالفعل مقاماتو څخه د پام وړ لوژیستک» ترلاسه کوي. هغې وویل چې د داعش-خراسان څانګه (په مرکزي او جنوبي اسیا کې جدي ګواښ» دی، چې په خبره یې د ثناءالله غفاري تر مشرۍ لاندې حد اقل ۲۰۰۰ جنګیالي لري.

هغې وویل: «د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې شیعه ګان، د اوسنيو واکمنانو (طالبانو) مقامات او بهرني اتباع په نښه کوي.» نوموړې زیاته کړه: «د پاکستاني طالبانو غورځنګ، چې تقریبآ ۶۰۰۰ جنګیالي لري او له سیمې څخه راپورته شوي، د باالفعل مقاماتو څخه د پام وړ لوژیستک ترلاسه کوي.»

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازولۍ مرستیال عثمان جدون په دې غونډې کې ادعا وکړه، چې د داعش-خراسان، د بلوچستان ازادۍ غوښتونکو غورځنګ او د پاکستاني طالبانو غورځنګ په افغانستان کې فعال دي او «هند او طالبان یې» ملا تړي.

د روسیې د استازولۍ مرستیالې انا ایوستیګنیوا هم په افغانستان کې د داعش-خراسان د موجودیت او منځنۍ اسیا ته یې د فعالیتونو د خپرېدو په اړه اندېښنه وښوده. هغې وویل چې د داعش سره د طالبانو مقابله کافي نه ده.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د داعش د موجودیت خبره رد کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاند د افغانستان ملي راډیو تلویزون ته ویلي: «ځینې هېوادونه هڅه کوي داعش ډېر لوی ښکاره کړي او یا د داعش لپاره کمپاین دی، موږ دا ردو او حقیقت نه لري. البته داعش و، خو اوس ځپل شوی او ختم شوی دی.»

طالبانو دا خبره هم کړې ده چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG