د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: ممکن خوارځواکي یو میلیون افغان ماشومان مړه کړي


په خوارځواکۍ اخته افغان ماشومه روغتون کې تر درملنې لاندې ده
په خوارځواکۍ اخته افغان ماشومه روغتون کې تر درملنې لاندې ده

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل بیا په دغه هیواد کې خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي که بېړنی اقدام ونشي ممکن په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.

یونیسف نن چهارشنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) په خپل ټویټر پاڼه کې له نړیوالو په دغې برخې کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

یونیسف ویلي د سوریا په نوم دوه کلنه افغان ماشومه چې دوې اونۍ مخکې یې درملنه کړې وه، اوس بیرته په خوارځواکۍ د اخته کېدو له امله روغتون ته انتقال شوې ده.

یونیسف ویلي چې یاده نجلۍ اوس تر درملنې لاندې ده.

یونیسف په تیر ډسمبر کې هم ویلي وو چې د مېندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره، افغانستان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان ویلي چې اوس مهال زیاتې کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو توان نلري او د دغه وضعیت دوام د افغانستان ګڼ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې اوسمهال ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخامخ دي.

د یو بل خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دغه سازمان په دغه هیواد کې د روغتیايي سکتور برخه کې خپلو مرستواو همکاریو ته دوام ورکوي. دغه سازمان زیاته کړې چې اوس مهال په ټول افغانستان کې څه باندې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نور بنسټونه د دغه روغتونونو سره همکاري کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس هغوی په وروستیو میاشتو کې د روغتیايي برخې د ټولو کار کوونکو معاشونه او د یادو روغتونونو لپاره درمل، او نور اړین طبي تجهیزات برابر کړي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې دوی له خپلو همکارانو سره هڅه کوي چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په هدف یا روغتونونه فعال وساتل شي.

XS
SM
MD
LG