د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: خوارځواکي ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان ګواښي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

ملګري ملتونه وایي چې اوسمهال ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخامخ دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال تر پایه به تر پنځه کلنۍ کښته نیمايي افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ څځه ورنځیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) د سه شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) خبرداری ورکړ چې دغو ماشومانو سره د مرستې د نشتون په صورت کې د روان کال تر پایه یو میلیون تنه د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

یوناما ویلي چې یونسیف او د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ژوند ژغورنې لپاره په عاجل ډول د مالي تمویل غوښتنه کوي.

دې سازمان ویلي: "په داسې حال کې چې ډیرې کورنۍ پر خپل دسترخوان د خوړو د برابرولوهڅې کوي، د میندو او د هغوی د ماشومانو دتغذیي روغتیا ورځ تربلې خرابیږي."

ملګرو ملتونو مخکې هم ویلي و چې په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره دي.

تر دې مخکې په کابل ښار کې د اندراګاني د ماشومانو روغتون رئیس نورالله یوسفزي اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوار ځواکي موارد د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا، پخوا به نړیوال بانک ماشومانو ته صحي خدمات برابرول خو په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د نړیوال بانک مالي تمویل دریدلی دی.

یوناما په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د یونیسف استازي په هرات حوزوي روغتون کې له داسې یوې مور سره خبرې کړي چې خپلې ۱۸ کلنۍ ماشومې ته د شیدو ورکولو توان نلري.

د جهان بي بي په نوم یادې افغانې ښځې یونیسف ته ویلي: "زه کمزورې یم خپلې ماشومې ته د شیدو ورکولو توان نلرم."

یوناما زیاته کړې چې یاده نجلۍ د خوار ځواکۍ له امله په روغتون کې بستر شوې ده.

یوناما زیاتوي چې تیره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان WFP په افغانستان کې څه باندې ۶۵۰۰ ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي تغذیه شوي خواړه وویشل چې په خبره یې قوي وجود او قوي ذهنونه پیاوړو ټولنو او ښه راتلونکي ته لار هواروي.

د مالي مرستو نشتون او زیاتیدونکی فقر ددې لامل شوي چې د افغانستان د روغتیا برخه زیان وویني.

XS
SM
MD
LG