د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس غړي: طالبانو سره د سولې خبرو کې باید مېرمنې وې


د کانګرس غړي وايي چې په دې اړه یې یوه طرحه برابره کړې ده
د کانګرس غړي وايي چې په دې اړه یې یوه طرحه برابره کړې ده

د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس یو شمیر غړي د افغانستان د سولې په راتلونکو خبرو کې د افغان میرمنو په ګډون ټینګار کوي.

په واشنګټن کې د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون پر اهمیت یوه غونډه جوړه کړې وه. په دغې غونډې کې د متحدو ایالتونو د کانګرس د ګڼو غړو په استازیتوب ویلیم آر کيټنګ خبرې وکړې. هغه د افغانستان د سولې په مذاکراتو د میرمنو ګډون ډیر مهم وباله.

ښاغلي کیټنګ وویل په همدې هدف یې یوه طرحه وړاندې کړې چې د تصویبدو په صورت کې به میرمنو ته د امریکا او طالبانو د سولې په خبرو کې د ګډون او د هغوی د نظریاتو د وړاندې کیدو زمینه مساعده کړي.

نوموړي وویل په دې طرحه کې همدارګه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د میرمنو ملاتړ هم شامل دی.

هغه وویل:" دا ډیره مهمه ده چې افغان حکومت په خبرو کې دخیل وي او همدارنګه د ښځو ګډون هم په خبرو کې ډیر مهم دی. موږ په خبرو کې ټول اړخونه غواړو او دا به د تلپاتې سولې لپاره غوره فرصت وي چې میرمنې پکې فعال حضور ولري."

د بخښنې د نړیوال سازمان د بشري حقونو د خوندیتوب د برخې مشر دانیل بالسن چې هم په دې غونډه کې ګډون درلود وویل، دوی هیله لري چې په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې د سولې په خبرو کې د میرمنو د ډیر حضور شاهدان ووسي.

ښاغلي دانیل څرګنده کړه دا د امریکا د حکومت او کانګرس لپاره ښه فرصت دی چې په چین کې د بین الافغاني خبرو او یا هم نورو خبرو کې د میرمنو د ګډون لپاره زمینه مساعده کړي.

د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د افغان میرمنو د ګډون په اړه نړیوالې غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو کې د افغان میرمنو استازي نه وو.

دا غونډه د چهار شنبې په ورځ د ( اکټوبر ۲۳) د کانګرس په ودانۍ کې شوې وه چې په امریکا د افغان ښځو د ځینو شبکو او ټولنو استازو هم په کې برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG