د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: طالبان سوله غواړي

عمران خان
عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده.

عمران خان وايي دواړه خواوې سوله غواړي او باید دا مذاکرات له سره پيل شي.

عمران خان د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۸) په اسلام اباد کې د امریکا له ځینو قانون جوړوونکو سره له ملاقات وروسته وویل چې د افغانستان د شخړې یوازینی حل د سولې مذاکرات دي.

پاکستاني رسنۍ وایي صدراعظم عمران خان امریکایي استازو ته ویلي دي چې هېواد به یې د تېر په څېر په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

تېره اونۍ د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

ځینې پاکستاني رسنۍ وايي چې طالب مشرانو له عمران خان سره هم لیدلي دي. خو د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال فردوس عاشق اعوان دا راپورونه رد کړل.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت په کابل کې د طالبانو په یو برید کې د یو امریکايي له وژل کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې کړي. زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره شاوخوا اته میاشتې خبرې وکړې او هیله وه چې یوې موافقې ته ورسیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG