د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او طالبان: اړتیا ده چې د 'سولې خبرې ژر بیا پیل' شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او طالب استازو په اسلام‌آباد کې د لیدنې پرمهال ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ژر د سولې د خبرو بیا پیلیدو ته اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی د چهارشنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې له شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

په بیان کې راغلي، چې د طالبانو پلاوی د سولې د خبرو لپاره اسلام‌آباد ته بلل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قُریشي هیله څرګنده کړې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې ودرېدلې خبرې بېرته پیل شي.

په دې بیان کې د ښاغلي قُریشي له قوله لیکل شوي: "په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د سیمې او نړۍ اجماع یو بې‌ساری فُرصت دی، چې باید له لاسه لاړ نه‌شي، د دې فُرصت عملي کول په افغانستان کې د ښکېلو خواو په غاړه دی".

دواړو خواو همداشان ټینګار کړی، چې د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره اړتیا ده چې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې طالب استازو په اسلام‌آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې په بهیر او یو لړ نورو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي.

دغه راز په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان تیره ورځ د افغانستان اجرائيه ریاست ته د طالبانو د سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

د پاکستان سفیر له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي: "هیواد یې د طالبانو له دغه پلاوي سره په مذاکراتو کې له هغوی څخه غواړي چې په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي او ژر بین‌الافغاني مذاکرات پیل کړي".

ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې پاکستان پر طالبانو باندې له خپل نفوذ څخه په استفادې، دغه ډله بین‌الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهه پړاوه اوږدې خبرې، چې په کې دواړه خواوې توافق ته نږدې شوي وو، شاوخوا درې اونۍ مخکې د امریکا د جمهور رئیس له خوا لغوه شوې.

د دغو خبرو له لغوه کېدو وروسته دا د سیمې هیوادونو ته د طالب استازو څلورم سفر دی. له دې وړاندې د طالبانو پلاوی روسیې، ایران او چین ته هم تللي وو.

د مُلا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو دا پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم تیره سې‌شنبې اسلام‌آباد ته تللی دی.

په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو سفارت امریکا غږ ته ویلي، چې ښاغلی خلیلزاد به دا اونۍ په پاکستان کې وي او د دغه هېواد له چارواکو سره به په مشورتي غونډو کې برخه واخلي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، چې زلمی خلیلزاد به د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG