د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي وکیلان: د افغان ځواکونو برخلاف، اوکرایني ځواکونو د یرغل پر ضد جګړه وکړه 


د متحده ایالاتو د سنا او استازو جرګې یو شمېر غړو ویلي چې د اوکراین امنیتي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو برخلاف د خپل هېواد دفاع کړې ده.

د ايډاهو جمهوري غوښتونکي سناتور جیم ریسچ ویلي چې له افغانستان څخه یې ډېر درسونه زده کړي دي.

ریسچ وویل: "یوه لویه زده کړه چې مو کړې دادي چې موږ نشو کولای هغه څه خلکو ته ورکړو چې هغوی یې نه غواړي او د هغه لپاره مبارزې ته چمتو نه وي." او دا هغه څه دي چې په افغانستان کې پیښ شول."

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور زیاتوي، چې امریکا پر افغان امنیتي ځواکونو ډېرې پیسې نه دي لګولي، خو د هغه په وینا "کله چې جګړه راغله، دوی په شا شول او وتښتیدل. افغان جنګیالي له اوکرایني جنګیالیو سره مه پرتله کوئ."

ښاغلي ریسچ د اوکراين ځواکونه زړور بللي او ویلي یې دي چې "هغوی تر مرګه جګړه کوي. ډېر يې وژل کېږي. هغوی نه تښتي. نو مهرباني وکړئ د دوی [افغان او اوکرایني ځواکونه] مه پرتله کوئ.

د امریکا د ایلینوی ایالت څخه د استازو جرګې پخواني غړي ادم کینزینجر هم د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه له اوکرایني ځواکونو سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې افغان شریکانو جګړې ته لیوالتیا نه درلودله، خو ټینګار یې کړی چې په اوکراین کې وضعیت داسې نه دی.

هغه وويل: "اوکراين دا روښانه کړې ده. تاسو وګورئ، موږ به وجنګیږو، خو تاسو بايد موږ ته وسلې راکړئ."

د امریکا د استازو په مجلس کې د پنسلوانیا ایالت څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي براین فیتزپاتریک ویلي دي چې ډیرو کارپوهانو د افغان ځواکونو د شاتګ او تیښتې په انتباه اخیستلو سره وړاندوینه کوله چې د روسیې د پوځي یرغل له پیلیدو وروسته به د اوکراین حکومت ښایي په یوه یا دوو اونیو کې له منځه ولاړ شي. خو د دغه امریکايي قانون جوړونکي په وینا داسې ونه شول او اوکرایني ځواکونو دغه وړاندوینه ناسمه ثابته کړه.

د نیویارک د ایالت څخه د استازو د مجلس بل جمهوري غوښتونکی غړی مایک لاور په دې باور دی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلږ بڼه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته وهڅوه چې پر اوکراین پوځي یرغل وکړي.

لاور وویل: "له بده مرغه، زه فکر کوم چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او هغه ډول چې دا کار وشو، پوتین زړور کړ. "

د دغه امریکايي قانون جوړونکي په وینا، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ولسمشر پوتین ته د ناسم امنیتي برداشت سبب شول چې پر اوکراین د پوځي برید په صورت کې به د امریکا حکومت پدې اړه مداخله ونه کړي. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول تصور "غلط" و.

لاور دا هم ویلي چې د امریکا حکومت هم تېروتنه کړې، ځکه چې د ده په وینا کله چې پوتین د اوکراین پولو ته خپل پوځیان لېږل، باید ژر تر ژره یې اوکراین ته وسلې او مهمات لېږلی وای.

خو د افغانستان د پخواني حکومت د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری وایي چې د دوحې د تړون پر بنسټ د امریکايي او ناټو ځواکونو ناڅاپه او ګړندي وتلو داسې شرایط رامنځته کړل چې د ده په وینا اکثر افغان سیاستوالو او زورواکو د پردې تر شا او شخصي معاملې وکړې چې په نهایت کې د جمهوریت د سقوط لامل شو او بیه یې د افغانستان خلکو او پخوانیو پوځیانو ادا کړه.

شینواري د امریکایي وکیلانو د څرګندونو په غبرګږن کې وویل د افغانستان وسله والو ځواکونو د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر څنګ د «تروریزم» په مقابل کې مبارزه وکړه او ۸۰زره شهیدان یې ورکړل.

هغه د افغانستان د امنیتي ځواکونو قربانیو ته په اشارې وویل:‌ . "که چیرې دا هوډ نه وای نو دا شل کاله دا جګړه چا وکړه؟ د ۲۰۱۴ کال نه راپدیخوا د جګړې عملي چارې ټولې د افغان وسله وال پوځ په غاړه وې، صرف د لوجستکي او هوایي ملاتړ مسولیت د بهرنیانو په غاړه و."

اجمل شینواری پدې باور دی چې د ۲۰۲۱ کال ماتې لومړي خپله د امریکایي مقاماتو سیاسي اختلافاتو پورې اړه لري او په دوهمه کچه د افغان سیاسینو سو استفادې ته چې ویې نشو کولی د سولې او جګړې لپاره یو واحد نظر رامنځته کړي.

هغه پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه وویل: "د اوکراین جګړه اوس شروع شوې،وګورو چې پنځه کاله د اوکراین جګړه دوام کولای شي که نه. نو وګورو چې آیا اوکراینیان د کومو مرستو نه چې د غربیانو له خوا په ځانګړې ډول د ناټو هیوادونو او امریکایانو له خوا ورکول کیږي دوی څو کاله کولای شي جګړه وکړي. "

XS
SM
MD
LG