د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ اوکراین ته جنګي جټ الوتکې ورکړې 


د سلواکیا یوه میګ-۲۹ جنګي جت الوتکه
د سلواکیا یوه میګ-۲۹ جنګي جت الوتکه

پولنډ د دوشنبې په ورځ وویل چې د ژمنې سره سم یې خپلې یو شمیر میګ-۲۹ جنګي جټ الوتکې اوکراین ته لیږدولي دي.

پولنډ دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د اوکراین بل ګاونډي هیواد سلواکیا وویل چې خپلې یو شمیر دغه ډول الوتکې یې اوکراین ته ورکړي دي.

د پولنډ د ولسمشر سلاکار مارسین پریزیداچ ددې هیواد محلي رادیو ته وویل: «یو څو میګ-۲۹اس الوتکې دمخه لیږدول شوي. دا واقعا د اوکراین سره مرسته کوي چې زمونږ د ډله ییز امنیت دفاع وکړي.»

تیره میاشت پولنډ د ناټو سازمان لومړنی غړی هیواد شو چې اوکراین ته یې د جنګي جټ الوتکو ژمنه وروسته له هغه وکړه چې ددې هیواد ولسمشر اندری دودا وویل چې د څلورو الوتکو یوه جوپه به اوکراین ته ولیږدول شي.

د پولنډ ولسمشر هغه وخت وویلي وو چې پولنډ اوس مهال لسګونه یا څو میګ الوتکې لري چې د پخواني جرمني دموکراتیک جمهوریت څخه ورته په میراث رسیدلي او دغه الوتکې اوکراین ته د لیږلو په حال کې دي.

سلواکیا وروسته بیا اعلان وکړ چې دوی به هم اوکراین ته MiG-29 هم واستوي او په ډاګه کړې یې وه چې پدغو الوتکو کې به ۱۰ فعالې جنګي جټ الوتکې او درې نورې الوتکې شاملې وي.

د تیرې میاشتې په وروستیو کې، سلواکیا وویل چې لا دمخه یې د خپلو ژمنو سره سم لومړۍ څلور الوتکې لیږدولي، پاتې نهه یې په راتلونکو اونیو کې لیږدول کیږي.

اوکراین په وار وار له خپلو لوېدیځو متحدینو غوښتي چې جنګي الوتکې، په ځانګړې توګه په امریکا کې جوړې شوی F-16 ډوله عصري الوتکې ورکړي.

لویدیځ وایي اوکراین ته وسلې ورکوي چې دا هیواد د خپلې دموکراسۍ، خپلواکۍ او ارضي تمامیت دفاع وکړي.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو غړي هیوادونه پدې تورن کړي چې کیف ته د وسلو په ورکولو سره د اوکراین په جګړې کې برخه اخلي او زیاته کړې یې ده چې لویدیځ د روسیې د ماتولو پلان لري.

پوتین له روسیه-۱ تلویزیوني چینل سره په مرکه کې چې د فبرورۍ ۲۶ (کب اوومه) خپره شوه ویلي «هغوی اوکراین ته په میلیاردونو ډالر وسلې لېږي. دا په حقیقت کې [جګړه کې] ګډون دی.»

XS
SM
MD
LG