د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین جنګي جنایتونه کړي دي 


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ اګست ۱۷ (کب ۲۶) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین جنګي جنایتونه کړي دي.

ښاغلي بایډن وویل چې د جرمونو د نړیوالې محکمې (د هاګ محکمې) پریکړه چې د پوتین د نیولو امر یې صادر کړي د توجیه وړ ده. ولسمشر بایډن زیاته کړه، «هغه [پوتین] په ښکاره ډول جنګي جرمونه کړي دي.»

د ښاغلي بایډن له څرګندونو څو ساعته مخکې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) اعلان وکړ چې د اوکراین د ماشومانو د "غیر قانوني اخراج" په خاطر یې د پوتین د نیولو امر صادر کړی دی.

دې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه جرمونه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴ نیټې وروسته تر سره شوي، کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړ او اوکرایني ماشومان یې په جبري توګه روسیې ته انتقال کړل.

اعلامیې زیاته کړې چې «منطقي دلیلونه» شته چې ولادیمیر پوتین ددغو جرمونو مسؤلیت په غاړه لري.»


د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د هاګ محکمې حکم په غبرګون کې خبریالانو ته وویل: «روسیه، لکه د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر، د دې محکمې واک نه پیژني او له همدې کبله له قانوني نظره، د دې محکمې پرېکړې باطلې دي.»

ددې محکمې حکم ۱۲۳ غړي هیوادونه مکلف کوي چې د دوی قلمرو ته د پوتین د ننوتلو په صورت کې هغه ونیسي او د هاګ محکمې ته يې انتقال کړي.

د امریکا د ییل پوهنتون کارپوهانو تېره میاشت د یو راپور په خپرولو سره وویل چې روسیې لږ تر لږه ۶۰۰۰ اوکرایني ماشومان په ۴۳ کمپونو او نورو تاسیساتو کې ساتلي دي، خو روسیې دا تورونه رد کړي دي.

ولسمشر جو بایډن په داسې حال کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د پوتین د نیولو د حکم د صادرولو ملاتړ او هرکلی کړی دی، چې امریکا پخپله د دې محکمې غړیتوب نه لري.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرزاو فرانس پرس خبري اژانسونو راپورونه کارول شوي.

XS
SM
MD
LG