د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار محبس کې شپږ زندانیان په کرونا اخته شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

روغتیايي چارواکي مني چې د ننګرهار محبس کې یې د ګڼو مشکوکو ناروغانو معاینات کړي چې شپږ زندانیان پکې په کرونا اخته دي او په یو جلا بلاک کې یې قرنطین کړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني نن یکشنبه مې۱۰ (غويي۲۱) امریکا غږ ته وویل: "هغه کسان چې د کرونا مثبتې پېښې یې لرلې هغه جدا شوي دي او په یو بل بلاک کې دي او هلته جدا قرنطین دي. که نور چا کې علایم ولیدل شي نو سمپل به یې اخیستل کېږي او که پکې د چا ناروغي سختېږي نو تداوي کوو به یې."

د ننګرهار محبس کې د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي سلګونه بندیان ساتل کېږي او دا هم معلومه نه ده چې په کروناویروس اخته شوي بندیان سیاسي او که جنايي دي.

د انس په نوم یو بندي له زندانه امریکا غږ ته وویل چې د زندان په ډېرو خونو کې په بندیانو کې د کرونا علامې شته دی او په یو ځای کوټه کې خوراک څښاک کوي او جدا شوي نه دي.

هغه زیاته کړه: "په ما کې هم د کرونا علامې وې، خو ټیسټ مو وکړ او منفي شو. په زندان کې په کرونا اخته تر اتلسو دي او د هغو کسانو چې اوس یې پایلې راغلې او مثبت وې نو تور غر په نوم یو بل بلاک جوړ شوی دی هلته یې یوړل چې قرنطین یې کړي."

یو بل زنداني چې خپل نوم یې ونه ښود امریکا غږ ته یې وویل چې حکومت باید هغه زندانیان چې د کرونا علامې لري، دوی باید جدا کړي ځکه کله داسې هم کېږي چې کرونا وروسته پکې ښکاره کېږي نو چې نور زندانیان ترې خلاص شي مشکوک ناروغان هم باید بېل کړي.

خو د عامې روغتیا ریاست وايي چې مشکوک ناروغان به هم له نورو ناروغانو جدا کړي.

افغان ولسمشر په زندانونو کې د کرونا خطر له وېرې د ۲۴ زره بندیانو د خوشې کېدو امر کړی دی چې تر دا مهاله یې زرګونه ازاد شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې ورځې تر سهار د مې ۱۰ (غويي۲۱) پورې په ټوله نړۍ کې ۲۷۹زره او ۳۲۱ تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG