د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کروناویروس اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲ تنو ته ورسېد


کرونا تر دا مهاله افغانستان کې ۱۰۴ تنه مړه کړي دي
کرونا تر دا مهاله افغانستان کې ۱۰۴ تنه مړه کړي دي

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۱۶۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت معین وحید مجروح نن چهارشنبه مې۶ (غويي ۱۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې په کروناویروس اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲ تنو ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۶۷ په کابل، ۱۴ کندهار، ۳۲ هرات، ۴ پکتیا، ۴ بلخ، ۱۱ننګرهار، ۸ لوګر، ۴ بغلان، ۹ لغمان، ۲ کونړ او یوه ـ یوه هم سرپل، هلمند، سمنګان او نورستان ولایت کې ثبت شوې ده.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۴ تنو ته ورسېد.

نوموړي زیاته کړه چې له یادو کسانو څخه ۵ تنه په هرات او یو ـ یو تن په کابل، بلخ، تخار او پروان ولایتونو کې مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د کرونا ویروس له امله تر ټولو زیات ۱۹ تنه په هرات، ۱۷ په کابل او ۱۴ تنه په بلخ ولایت کې مړه شوي دي.

د دې ترڅنګ په تیره یوه شپه او ورځ کې ۳۷ تنه له کرونا ویروس څخه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۴۵۸ تنو ته لوړ شو.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینزد پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر غرمې مې۶ (غويي۱۷) پورې ۲۵۷۳۰۳ کسان مړه کړي اونژدې ۴ میلیونه پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG