د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان کې د اخته کسانو شمېر ۳۵۶۳ ته لوړ شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۶۱۲ سمپلونه معاینه شوي چې له دې شمېرې ۱۷۱ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ د مې په شپږمه (غويي ۱۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تازه مثبتو پېښو په ګډون په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۶۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د ښاغلي مجروح په وینا د تازه پېښو له شمېرې ۴۵ په هرات، ۳۴ په کابل، ۱۸ پکتیا، ۱۶ په کندهار، ۱۵ په بادغیس، ۱۰ په غزني، ۹ په میدان وردک، درې - درې په پنجشیر، بدخشان او بامیان، دوه - دوه په لوګر او زابل او یوه په خوست کې ثبت شوي دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۲ تنه په بلخ او لوګر ولایتونو کې مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۶ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت د مرستیال پر وینا ۴۶۸ تنه د کروناویروس له ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکینزد پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د پنجشنبې ورځې تر غرمې د مې اومه (غويي۱۸) پورې په ټوله نړۍ کې ۲۶۳زره او ۸۶۱ تنه مړه کړي او څه باندې درې میلیونه او ۷۵۴زره ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG