د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې یې ۱۸۲ بېړني صحي مرکزونه جوړ کړي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیايي مرستو د دوام په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې تازه یې په ټول هیواد کې ۲۷۱ روغتیايي مرکزونه او د وینې بانکونه په روغتیايي وسایلو سمبال کړي دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ ناوخته اپریل دویمه (وري ۱۳) وویل چې دغه طبي تجهیزات په ټول افغانستان کې ۲.۴ روغتیايي مرکزونو او ۶۷ د وینې بانکونو ته ورکړل شوي دی.

د دغه سازمان په وینا ۵۰ روغتیايي کار کوونکو د وینې اخیستلو لپاره زده کړې هم تر لاسه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې ویلي چې دغه سازمان د فبروري میاشتې تر پای پوري د افغانستان د ۲۶ ولایتونو په لیرو پرتو سیمو کې ۱۸۲ لومړني روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي چې د هغه په مټ یې ۲۲۰زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، په دغه میاشت کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې څه باندې یو میلیون کسانو ته د ۸۲۳ روغتیايي مرکزونو له لارې روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د روغتیايي نړیوال سازمان همدرانګه ویلي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د خپلو شریکانو په مرسته ۱۵.۶ میلیون کسانو ته د روغتیايي خدماتو رسولو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پد وروستیو کې اروپايي ټولنې هم له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړی و او درې ورځې مخکې د دغه ټولنې د طبي مرستو ۲۸مه جوپه کابل ته ورسېده.

اروپايي ټولنې د مارچ میاشتې پر ۲۹مه ویلي و چې په دغه تازه مرسته کې، ۱۰۰ ټنه روغتیايي لوازم او نور روغتیايي تجهیزات شامل دي چې د «هوايي پل) له لارې کابل ته انتقال شوي دي.

یادې ټولنې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړی و. او ویلي یې و چې دغه مرستې په افغانستان کې د روغتیايي نړیوال سازمان ته سپارل کیږي.

XS
SM
MD
LG