د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: جنورۍ میاشت کې مو ۴۵۰زره ښځو او نجونو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې، په دغه هیواد کې ۴۵۰زره ښځو او نجونو ته روغتیايي خدمات رسولي دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې د یکشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د امینداورۍ دغه خدمات د سلګونو ښځینه کار کوونکو لخوا د امیندوارو مېرمنو لپاره وړاندې شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې: "موږ په جنورۍ میاشت کې له ۱۴۰۱ ښځینه کار کوونکو سره کار وکړ تر څو ۴۵۰زره ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کړو ترڅو د خوندي زېږون او ټولنیز رواني خوندیتوب په اړه ډاډ تر لاسه کړو."

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې زرګونو ښځو او نجونو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي و که په افغانستان کې د میندواره مېرمنو د روغتیا په اړه ژر تر ژره اقدام ونشي، تر درې کلونو به زرګونه میندواره مېرمنې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

دغه صندوق ویلي چې افغانستان په هرو ۱۰۰زرو ژوندیو زېږونونو کې د ۶۳۸ په مړه کېدو سره د اسیا په کچه د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي: "د میندو د روغتیا په اړه د ژر تر ژره تلپاتي اقدام پرته به ممکن تر ۲۵ میلادي کال پوري تر ۵۱۰۰۰ زیاتو میندو د مړینو شاهدان اوسو. "

د یاد سازمان په وینا د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې په هره میاشت کې ۲۴زره جنین له لاسه ورکول یا «نقصان» کیږي، ځکه په خبره هغوی په اوسني بشري بحران کې ډاکترانو او ماهرو قابلو ته اړتیا لري.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې ۹.۲۸ امیندواره مېرمنې تلپاتي ساتنې او د میندوارۍ په برخه کې روغتیايي خدماتو ته لاس رسئ لري.

په افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو د مړینې کچې زیاتوالي په اړه په داسې مهال اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې او نورو خیربه بنسټونو د بشري مرستو په کمېدو او بندېدو سره ددغه هیواد د روغتیايي نظام د سقوط په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG