د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۴.۶ میلیون کسانو سره نغدي مرسته شوې


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د روان کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې له څه باندې ۴.۶ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.

دغه ادارې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) ویلي چې په ټول افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره پر نغدي پیسو سر بېره، د کورنیو سامان الاتو مرسته هم شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) په وینا د دوی لخوا د اړمنو کسانو سروې روانه ده او تر دا مهاله ۱.۱ میلیون کسان مشخص شوي دي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي او اوس مهال د دغه هیواد ۹۰ سلنه وګړي کافي خواړه نلري او څه باندې ۵۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې دوی د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره په ګډه له اړمنو خلکو سره د مرستې کولو هڅې کوي.

دغه ادارې ټينګار کړی دی چې د تیرې اونۍ به جریان کې، په پنجشېر ولایت کې له شاوخوا ۱۳۰۰ کورنیو سره چې د وروستیو نښتو له امله بېځایه شوي و مرستې کړي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې روان کال ۱۷۵زره داخلي بېځایه شوي کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي، خو په وینا یې په ځينو ولایتونو کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې د داخلي بېځایه شوو کسانو د بېځایه کېدو سبب ګرځېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د اړو خلکو سره د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت په اړه د یو راپور په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې اټکل کړی و، چې په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه اړ کسان شته چې د هغې جملې څخه د ۲۲.۱ میلیونو سره د مرستې لپاره ۴.۱ میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

خو د اوچا په راپور کې چې د اکتوبر ۲۵ (تلې ۲۵ مه) خپور شو، ویل شوي چې تر اوسه د دغې بودیجې یوازې ۳۳ سلنه برابره شوې او ۷۷ سلنه بودیجه پاتې ده.

په راپور کې راغلي، چې د روان کال له اکتوبر څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د ژمنۍ بودیجې لومړیتوب ۶۱۴ میلیونه ډالره دی او پر دې بودیجې سربېره د راتلونکي کال د لومړیو دریو میاشتو د لومړنیو پلانونو لپاره ۱۵۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG