د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: ډنمارک او جنوبي کوریا د افغان ماشومانو زده کړو لپاره لس میلیون ډالر مرسته وکړه


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، ډنمارک او جنوبي کوریا په افغانستان کې د زیانمن شوو نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره د لس میلیون امریکايي ډالرو مرسته وکړه.

یونیسف د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم شپږمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ډنمارک پنځه میلیون او جنوبي کوریا هم پنځه میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ټینګار کړی چې له ښوونکو سره مرسته د زده کوونکو د ودې او پرمختګ سبب ګرځي.

یاد سازمان ویلي چې دغه پیسې به د (CBEs) پروګرام له لارې د محلي ټولګیو د رامنځته کېدو او ملاتړ په برخې کې ولګول شي.

یونیسف روانه اونۍ ویلي و چې په تېره سپټمبر میاشت کې د «موجوده او نوي ټولنې پر بنسټ د زده کړو له لارې» د ۳۸۹زره ماشومانو ملاتړ کړی دی چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مسؤلینو د معلوماتو له مخې (يونیسف) اوس مهال په افغانستان کې ۹۰۰۰ سیمه ییز تعلیمي ټولګي لري.

د دغه وزارت ویاند احمد رایان د مۍ میاشتې پر ۲۱ (غوايي ۳۱) ویلي و چې یونیسف د دې ترڅنګ د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې د ۵زره نورو درسي ټولګيو جوړولو پلان لري.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت مخکې هم یونیسف ته تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ۴۰۰۰ درسي ټولګیو فعالولو اجازه ورکړې وه.

په افغانستان کې د دغه ادارې د ارتباطاتو مسؤل سام مورت ویلي و چې په دغه پروګرام کې به ۱۴۰زره ماشومان چې نجونې او هلکان پکې شامل دي تر پوښښ لاندې ونیول شي؛ هغه هیواد چې ۳.۷ میلیون ماشومان پکې ښوونځي ته له تګ څخه محرومه دي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه څوارلس میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

XS
SM
MD
LG