د لاس رسي وړ اتصالات

هرو ۱۵ ثانیو کې یو تن د کرونا له کبله مري


د کرونا ویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې مړه کړي.
د کرونا ویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې مړه کړي.

د کرونا وبا چې شاوخوا ته میاشتې کیږي په ټولې نړۍ کې خپره شوه، د ۸ سوو زرو نه زیات کسان یې مړه کړي. دغه ارقام د رویټرز خبري اژانس راټول کړي.

په راپور کې ویل شوي چې یوازې پدې تیرو دوه اوونیو کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹۰۰ کسان د کرونا وبا مړه کړي. معنی دا چې په هر ساعت کې ۲۴۶ او په هرو پنځلسو ثانیو کې لږ تر لږه یو کس دې وبا مړ کړی.

د کرونا ویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې وژلي دي. دې ویروس د یکشنبې، اګست ۲۳ (وږي۲) پورې ۱۷۰ زره کسان په امریکا کې مړه کړي چې ساری یې په ټولې نړۍ کې نشته.

سره لدې چې په امریکا کې د جولای د میاشتې په پرتله د نویو قضیو پیدا کیدل کم شوي خو د رویټرز خبري اژانس د ارقامو له مخې په هره اوونۍ ۳۶۰ زره تازه قضیې پیدا شوي.

سره لدې چې د هیواد په اکثریت برخو کې د کرونا د ویروس معایناتو ۲۰ په سلو کې یې مثبته راځي خو بیا هم اکثریت دولتي ښوونځي او پوهنتونه پرانیستل شوي. خو د پرانیستل کیدو نه یوازې یوه اوونۍ وروسته یو شمیر تعلیمي ادارو زده کوونکو ته په آنلاین توګه درسونه پیل کړل ځکه چې په زده کوونکو کې د کرونا ویروس پیښې زیاتې شوي.

په هند کې بیا چې د نړي تر ټولو ډیر نفوس لرونک هیواد دی، د کرونا ویروس د ۵۰ زرو نه زیات کسان مړه کړي او د ۲ میلون نه زیات کسان پرې اخته شوي.

په نړۍ کې ۳.۵ په سلو کې خلک د کرونا د وبا له کبله مري خو په هند کې بیا دا مړینه ۱.۹ په سلو کې ده.

د امریکا نه وروسته برازیل د نړۍ دویم هیواد دی چې د کرونا وبا پکې ډیر کسان مړه کړي. دې ویروس په برازیل کې د یکشنبې تر ورځې، د ۱۱۴ زرو نه زیات کسان مړه کړي.

ورپسې مکسیکو دی چې کرونا پکې ۶۰ زر ه کسان مړه کړي او د مړینو د شمیر پر اساس هند په څلورمې درجې کې راځي.

XS
SM
MD
LG