د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا په امریکا کې تر۲۰زرو ډېرکسان مړه کړي


امریکا دا مهال په نړۍ کې د کرونا له کبله تر ټولو ډېر تلفات لري
امریکا دا مهال په نړۍ کې د کرونا له کبله تر ټولو ډېر تلفات لري

په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي‌ د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي‌ خو دغه هېواد کې له دې کبله د مړو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د کرونا په اړه د معلوماتو راټولولو مرکز وايي چې د یکشنبې تر سهار اپریل ۱۲(وري۲۴) کرونا په امریکا کې ۲۰۶۰۸ کسان مړه کړي دي‌ او شاوخوا ۵۳۰زره نور پرې اخته دي.

په دې حساب امریکا په نړۍ کې د کرونا له کبله تر ټولو ډېر تلفات او په دغه ویروس تر ټولو ډېر اخته کسان لري.

کرونا د امریکا د نورو ایالتونو په پرتله د نیویارک ایالت ډېر ځپلی دی، دغلته تر دې دمه ۶۳۶۷ کسان مړه شوي‌ او نژدې ۱۰۰زره نور پرې اخته دي.

په نیویارک کې چارواکي‌ وايي‌ چې په دغه ویروس د اخته کېدونکو او مړه کېدونکو شمېر نسبتآ کم شوی دی.

دغلته کرونا د جمعې په ورځ (اپریل۱۰) ۲۰۷۴ کسان مړه کړل او دا په امریکا کې د کروناویروس له خپرېدو راهېسې تر ټولو ډېر کسان دې چې کرونا یې په یوه ورځ مړه کوي.

د امریکا په واشنګټن کې د روغتیا او ارقامو د ارزونې د انستیتوت مشر ډاکټر کریس مورايي سي ان ان ته وویل چې ښايی د کرونا له کبله په امریکا کې د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

دغه ډاکټر د کرونا له امله د مړه کېدونکو د شمېر معلومولو او په دې اړه د اټکل کولو یو موډل جوړ کړی چې سپینه ماڼۍ هم ترې کار اخلي.

ډاکټر مورايي وايي که په امریکا کې د مۍ د میاشتې تر پای پورې د یو بل ترمنځ فاصلې وساتل شي او د ډاکټرانو نورې سپارښتنې عملي‌ شي، شاید د اګست تر میاشت پورې په امریکا کې ۶۱۵۰۰ کسان مړه شي.

له دې هر څه سره سره بیا هم د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۲.۶ میلیون خلک چې په کرونا اخته وو بېرته جوړ شوي‌ او رغېدلي دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

XS
SM
MD
LG