د لاس رسي وړ اتصالات

۱۰۳ کلنه ایټالوۍ میرمن د کروناویروس نه روغه شوه


میرمن زانوسو د روغتیایي کارکوونکې سره
میرمن زانوسو د روغتیایي کارکوونکې سره

میرمن زانوسو وایي چې زړورتیا او غښتلې ارادې، هغه پر کروناویروس بریالۍ کړه.

د میرمن زانوسو ډاکټره کارلا فرنو ویلي دي چې هیڅ ډول هیله نه وه چې میرمن زانوسو دې د کروناویروس نه روغه شي.

ادا زانوسو د اسوشیتیدپرس اژانس سره په یوې ویدیویي مکالمه کې وویل: ”زه ښه یم، ښه یم. تلویزیون ګورم او ورځپاڼې لولم“.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې د ورځې اپریل نهمې (وري ۲۱) پورې نژدې ۱۴۰ زره کسان په ایټالیا کې په کرونا اخته شوي او شاوخوا ۱۷ زره کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

له بلې خوا د سوداګرۍ نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په روان میلادي کال کې به بین المللي تجارت د ۱۳ څخه تر ۲ فیصدو پورې راکم شي. دغه متفاوته فیصدي په نړۍ کې د روان روغتیایي کړکیچ د ناڅرګندتوب ښکارندوي کوي.

دغه رپوټ وایي په نړۍ کې د کروناویروس د خپریدو په وجه د سوداګرۍ د کمیدو اغیز ښایي د یوې لسیزې وړاندې اقتصادي بحران په پرتله زیات وي. ځینې بیا د نړیوال تجارت کمښت د هغه ستر مالي کړکیچ سره پرتله کوي چې ۹۰ کاله مخکې رامنځ ته شوی و.

XS
SM
MD
LG