د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې پر مذهبي مراسمو د کرونا ویروس ناوړه اغیزې


له کرونا ویروس سره د سپینې ماڼۍ د مبارزې ټیم له امریکایانو غوښتي دي چې د مذهبي رخصتي ګانو پرمهال اجتماعي واټن مراعت کړي.

امریکا په داسې حال کې له کرونا ویروس سره مبارزه کوي چې امریکایان د یهودانو پسرلنی فیستیوال او د ایستر اختر لمانځي.

مذهبي کسان اوس خپل جشنونه او رخصتي ګانې د تیارو خوړو په اخیستلو، د ویډیو کنفرانس او د کلیسا د مجازي خدمتونو په جوړولو سره لمانځي.

اوس په امریکا کې اکثریت مذهبي ټولنې د کویډ ۱۹ له حقیقت سره عادي شوي دي.

اما سیاسي حساسیتونو او مذهبي آزادیو ته په پام، د امریکا شاوخوا ۱۲ ایالتونو د مذهبي غونډیو لپاره استیثنا ټاکلې ده.

ټم همپټون د یوې کلیسا غړی وايي:" زه روحا وږی یم. له ویروس څخه نه ویریږم. کله چې مې وخت رارسیدلي وي، نو رارسیدلی به وي. ژوند پر مخ ځي."

د امریکن انټر پرایز انستیوت له خوا د مذهبي مراسمو په اړه شوې سروې ښکاره کوي چې اکثریت امریکایان احساس کوي چې عبادت ځایونه باید د اجتماعي واټن له لارښونو استثنا نه وي او جوماتونه، کلیساګانې او د یهودانو عبادت ځایونه باید د ویروس پرمهال تړلي وي.

دانیل کوکس د امریکن انټرپرایز انستیوت څیړونکی وايي:" موږ وینو چې د جمهوري غوښتونکو، دیموکراتانو، لیبرالانو او محافظه کارانو ترمنځ اختلاف موجود دی. محافظه کاران او جمهوري غوښتونکي اکثریت غواړي دا ووایي چې کلیسا ګانو او عبادت ځایونو ته باید استیثنا وي څو پرانیستې وي، خو بلخوا اکثریت دیموکراتان او لیبرالان بیا وايي چې باید تړلي وي."

جمهور رئیس ټرمپ تر ډیره د مذهبي غونډو د جوړیدو له بحث څخه ځان لرې ساتلی دی او د هیله مندی روحیه یې ساتلې ده.

ټرمپ وايي:" که څه هم موږ په هغه شکل چې معمولا د ایستر پرمهال سره یوځای کیدو ، نشو یوځای کیدای، خو کولای شو په دغه ناوړه حالت کې دعاګانې وکړو، تمرکز وکړو او له خدای سره خپلې شخصي ارتباط زیات کړو."

ټرمپ د عیسویانو د اختر یا ایستر د یکشنبې په ورځ د اجتماعي واټن په پام کې نیولو سره پرانیستې فضا کې د مراسمو د جوړیدو فکر کړی وو خو روغتیايي کارپوهانو دا له خطره ډکه پریکړه وبلله.

XS
SM
MD
LG