د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر۳۲۲۴ تنو ته ورسېد


د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۳۳۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دغه وزارت وايي، د تیرې یوې شپې او ورځې راپدېځوا په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس د ۹۳۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۳۰ یې مثبت ثابت شوي دي.

د روغتیا وزارت معین وحید مجروح نن سې شنبه مې۵(غويي۱۶) په کابل کې خریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۲۴ تنو ته لوړ شو.

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۹۵ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت معین همدارنګه زیاته کړه چې په تیره یوه شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۲۴ تنه بیرته ښه شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شېر ۴۲۱ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان روغتیا وزارت یو ځل بیا وویل چې کرونا ویروس په ټولنه کې په سرعت سره د پراخېدو په حال کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل چې وقایوي تدابیر مراعت کړي او له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینزد پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر غرمې مې۵ (غويي۱۶) پورې ۲۵۱۷۱۸ کسان مړه کړي اونژدې ۴ میلیونه پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG