د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر کې بیساری زیاتوالی


کروناویروس؛ افغانستان کې ۲۴ساعتونو کې څلور کسان مړه شوي
کروناویروس؛ افغانستان کې ۲۴ساعتونو کې څلور کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي کروناویروس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې څلور تنه مړه کړي‌ او ۱۳۳ نور کسان په دغه ویروس اخته شوي.

وزارت وايي دا لومړی ځل دی چې په دومره موده کې ۱۳۳ کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د شنبې په ورځ اپرېل ۲۵(غويي۶) خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲۳ کسان معاینه شوي‌ چې ۱۳۳ یې په کروناویروس اخته وو.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۴۶۳ تنه ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې د تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا کرونا ویروس په افغانستان کې څلور تنه مړه کړي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۴۷ تنو ته ورسېد.

په کرونا اخته تر ټولو ډېر کسان په کابل کې دي.

د روغتیا وزارت وايي‌ چې د کونړ د روغتیا پخوانی رئیس هم د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی.

ښاغلي مایار وویل چې ۱۸ کسان چې په کرونا اخته وو، بېرته جوړ شوي‌ دي چې په دې سره له کرونا د رغېدلو شمېر ۱۸۸ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي دي که افغانان کرونا جدي ونه ګڼي او د ډاکټرانو لارښوونو ته جدي‌پام ونکړي، ښايي سلګونه زره کسان مړه او پرې اخته شي.

دا په داسې حال ده چې ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو کنفرانس له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د کرونا سره مبارزې لپاره دې اوربند وکړي.

طالبانو په روژه کې د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهار اپریل۲۵ (غويي۶) پورې څه باندې ۱۹۷زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۲.۸ میلیون نور پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG