د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ تر اوسه د ۱۰ میلیون امریکایانو آزموینې شوې دي


ولسمشر دونالد ټرمپ وايي چې تراوسه د ۱۰ میلیون امریکایانو چې ۳ فیصده نفوس تشکیلوي، د کرونا ویروس آزموینې ترسره شوې دي.

له دوو میاشتو بندیز څخه وروسته په تدریجي توګه د بازار خلاصون امریکایان حیران کړي چې اقتصاد به یې څنګه بیرته په پښو ودریږي.

خو ولسمشر ټرمپ وايي: "زه فکر کوم موږ به داسې یو هیواد ولرو چې تر ټولو ښه کال وي."

د استازو په مجلس کې دیموکرات غړي وايي چې په خپل وخت د آزموینو نه ترسره کیدل د کرونا د ناورین زیاتیدو لامل شوی دی. هغه د زیاتو منابعو غوښتنه کړه ده، ځکه زیاتره ایالتونو کې لا ګرځبندیز دی.

د کانګرس مشره ننسي پلوسي وايي: "موږ باید په دې اړه خبرې وکړو، موږ باید په لوړه کچه پرې خبرې وکړو، دا یو لوی شی دی چې امریکا یې ارزښت لري."

بلخوا جمهوري غوښتونکو خبرداری ورکړی دی چې د پورونو کچه په بې سارې توګه د لوړیدو په حال کې ده او پریکړې باید په سیمه ییزه توګه ونیول شي.

کروناویروس؛ تر اوسه د ۱۰ میلیون امریکایانو آزموینې شوې دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکار ستیفن مور وايي: "ښکاره ده چې د پاخه عمر کسانو کورونه باید خوندي شي، چیرې چې د مړینې نیمايي برخه جوړوي، خو په نیم هیواد کې د کرونا ویروس پیښې نشته دی، چې کولای شي په خوندي توګه بیرته پرانیستل شي."

خو د روغتیايي متخصصینو لخوا هڅونکې نښې هم لیدل کیږي.
کیدای شي د کرونا ویروس لپاره د واکسین جوړول یو کال وخت ونیسي، خو روغتیايي څیړونکي وايي تیرو تیروتنو ته په کتو امریکا باید زیاتې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG