د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د درملو اداره: د کروناویروس واکسین جوړول یو کال وخت نیسي


د اروپا د درملو ادارې ویلي چې په "ډیر خوشبینه" اټکل سره د کروناویروس واکسین ښایي تر یو کال پورې جوړ شي.

اروپایي ټولنه چې د کروناویروس د وبا په وجه سخته ځپل شوی اندیښمنه ده چې که دغه واکسین جوړ هم شي بیا به هم دغه اتحادیه په پیل کې په پوره اندازه واکسین ونلري په ځانګړې توګه کچیرې واکسین په امریکا او یا چین کې جوړ شي.

د اروپا د درملو په اداره کې د واکسین د برخې رئیس مارکو کاوالیري د پنجشنبې په ورځ مې ۱۴ (غوایي ۲۵) وویل چې دغه بنسټ د ۳۳ نورو بنسټونو او شرکتونو سره په اړیکه کې دی چې د واکسین جوړولو بهیر نور هم چټک کړای شي.

ښاغلي کاوالیري وویل: "څرنګه چې د واکسین د تولید لپاره کار له صفر نه پیل شوی، که خوشبینۍ سره ووایم ښایي جوړول یې له نن څخه یو کال وخت ونیسي، یعنې ۲۰۲۱."

د اروپا د درملو اداره همدا اوس د کروناویروس لپاره په ۱۱۵ درملو او لارو چارو کار او پلټنې کوي چې د ښاغلي کاوالیري په وینا د یو شمیر استعمال به په څو اونیو کې په اروپا کې منظور شي. خو دغه درمل او درملنه یې په ډاګه نکړه او ویې نه ویل چې کوم یو به یې وکارول شي.

د جرمني د پارلمان یو لوړپوړي وکیل، پیتر لییز ویلي چې که د اروپا نه بهر کوم واکسین د کروناویروس لپاره جوړ شي اروپایي ټولنه باید د هغه شرکت د "فکري مالکیت حق" چې دغه واکسین یې جوړ کړی له پامه وغورځوي او د واکسین په جوړولو دې پیل وکړي.

اوسمهال د کروناویروس لپاره شاوخوا ۱۰۵ واکسیونونه تر کار لاندې دي چې لږ تر لږه اته واکسیونونه یې پر انسان باندې کلینیکي ازموینو ته رسیدلي دي.

کروناویروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د چین د هوبي ولایت په مرکز ووهان ښار کې رامنځ ته شو او په بیړه ټولې نړۍ ته خپور او په وبا واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې د ورځې مې ۱۴ (غوایي ۲۵) تر سهاره په نړۍ کې څلور میلیونه او ۳۷۰ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه نژدې ۲۹۸ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG