د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په یوه اونۍ کې د کرونا ویروس ۱۳۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او وايي چې په هیواد کې په تیره یوه اونۍ کې ۱۳۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ددې وزارت ویاند جاوید هژیر نن شنبه مارچ پنځمه (کب ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په دغه موده کې د کرونا ۶۸۵۳ مشکوک سمپلونه په لابراتوارونو کې کتل شوي دي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې کچه د زیاتېدو په حال کیده او په وروستۍ یوه اونۍ کې ۴۵ کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د فبرورۍ میاشتې له پیل څخه بیا د یادې میاشتې تر وروستیو پوري په کابل کې د کرونا ویروس۱۰۲۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او له دغه ډلې څخه شاوخوا ۲۰۰ ناروغان مړه شوي دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د افغانستان له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پراخېدو د مخنیوي لپاره باید روغتیايي لارښوونې رعایت کړي.

پداسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي،مخکې روغتیايي چارواکو ویلي و چې اوس هم په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون ویروس د تشخیص امکانات نلري.

په کابل کې د افغان ـ جاپان روغتون ډاکترانو ویلي و چې په دغه روغتیايي مرکز ته په کرونا ویروس اخته راوړل شوي اکثره ناروغان د اومیکرون بڼه لري.

ټاکل شوې وه چې د روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ میاشتې تر وروستیو پوري د طالبانو د روغتیا وزارت مسؤلینو د اومیکرون د تشخیص وسایل سپارلي وای، خو د یوې میاشتې په تېرېدو سره د افغانستان د روغتیا وزارت مسؤلینو ویلي چې اوس یې هم یاد وسائل نه دي تر لاسه کړي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو او تر هغه وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې نژدې ۴۴۴ میلیون کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې څخه یې نژدې شپږ میلیون کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG