د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: له څلور میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی


په داسې حال کې چې افغانستان کې د کرونا ویروس نوې څپه په چټکۍ سره خپریږي د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو ایچ او" ویلي چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تطبیق بهیر روان دی او تر اوسه ۴.۱ میلیون کسانو په بشپړ ډول د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.

د "ډبلیو ایچ او" د ادارې د معلوماتو پر اساس د واکسین شوو د شمیر ۵۰ فیصده یې ښځې دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۴ ( د حوت پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې اوس مهال د افغانستان د نفوس دولس نیم فیصدو وګړو د کرونا ویروس واکسین اخیستی دی.

روغتیا نړیوالې ادارې له خلکو غوښتي، چې د کرونا ویروس پر وړاندې دې ځانونه واکسین کړي ترڅو پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو او احتمالي مړینې څخه وژغورل شي.

" افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین بهیر روان دی. څلور اعشاریه یو میلیون څخه زیات کسان چې د دغه هیواد د نفوس دوولس نیم فیصده کیږي په بشپړ ډول واکسین شوي دي، چې د دغه شمیر ۵۰ فیصده یې ښځې دي. په داسې حال کې چې د کرونا پیښې زیاتې شوي د کرونا ویروس پر وړاندې واکسن کول تاسو د کرونا له ناروغۍ او پر دغې ناروغۍ د مړینې څخه ژغوري. " ډبلیو ایچ او" د کواکس د واکسین د نړیوال ائتلاف له لارې افغانستان کې د واکسین له بهیر ملاتړ کوي".

روغتیا نړیوالې ادارې افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د بهیر د دوام په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د چهارشنبې په ورځ د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ورو تطبیق څخه انتقاد کړی وو.

دغه فدراسیون ویلي، چې د کرونا د ویروس تازه څپه افغانستان کې د خپریدو په حال کې ده خو پر وړاندې یې د واکسین بهیر ورو پرمخ روان دی

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر اساس افغانستان کې د کرونا ویروس د ۳۷ مرکزونو او روغتونونو څخه اوس مهال یوازې لس مرکزونه فعال دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې اوس مهال افغانستان کې له اتو میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوی دی او هره ورځ په اوسط ډول لس نیم زره کسان د کرونا پر وړاندې واکسین کیږي.

افغانستان کې د جانسن اینډ جانسن د امریکايي شرکت له خوا د تولید شوي واکسین پرته چې یو ځل یا یو ډوز تطبیق کیږي د کرونا د ویروس د واکسین دوه نور ډولونه د انسان د بدن بشپړ معافیت ترلاسه کولو لپاره دوه ځلې یا دوه ډوزه تطبیق کیږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د واکسین ۳۷۷ مرکزونه، چې ۱۶ یې په کابل کې دي فعال دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس مهال دغه وزارت په زیرمو کې ۳.۵ میلیونه ډوزه د کرونا ویروس واکسین شته دی.

XS
SM
MD
LG