د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا د خپریدو اندیښنو له امله ارګ کې د مزاري د تلین غونډه لغوه شوې


افغانستان کې د مارچ د میاشتې تر یوولسمې د کرونا د ناروغۍ اوه مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
افغانستان کې د مارچ د میاشتې تر یوولسمې د کرونا د ناروغۍ اوه مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د سپارښتونو له مخې یې په ارګ کې د استاد عبدالعلي مزاري د نوولسم تلین غونډه د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو د اندیښنو له امله لغوه کړې ده.

ټاکل شوې وه، چې دا غونډه نن د پنجشنبې په ورځ ( کب ۲۲ مه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو، بهرنیو دپلوماتانو او د استاد مزاري د سلګونو مینه والو له خوا په ارګ کې لمانځل شوې وی.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال دفتر په اعلامیه کې ویلي " په نړیواله کچه په سترو غونډو کې د کرونا د ویروس د خپریدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداري ته په پاملرنې او د عامې روغتیا وزارت او د ډاکټرانو د بیا بیا ټینګار له مخې دغه مراسم لغوه شوي دي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې تراوسه په دغه هیواد کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ اوه مثبتې پیښې ثبت شوي.

د کرونا د ویروس پنځه مثبتې پیښې په هرات او دوه د سمنګان په ولایت کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د معلوماتو له مخې پر دغې ناروغۍ اخته ټول ناروغان په نږدې ورځو کې له ایران څخه افغانستان ستانه شوي دي.

وحیدالله مایار د پنجشنبې په ورځ ( کب ۲۲مه) خپریالانو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې، چې د کابل په ګډون، نیمروز،سمنګان او بلخ ولایتونو څخه د کرونا د ویروس شپږ مشکوکې پیښې د کابل مرکزي لابراتوار ته رسیدلې وې ټولې منفي ختلي دي.

د ښاغلي مایار د وینا له مخې په افغانستان کې د کرونا د ویروس ټولې ۱۶۵ مشکوکې پیښې ثبت شوي، چې اوه یې مثبتې ختلي او د پاتو ۱۵۸ نورو لابراتواري نتیجې منفي وې.

د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان "ډبیلو ایچ او" د چهارشنبې د ورځې ( کب ۲۱مه) راپور له مخې د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر په میاشت کې د چین د اوهان په ښار کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو راپه دېخوا د تیرې ورځې پورې پر دغې ناروغۍ اخته ټول څلور زره ۲۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا ناروغي اوس مهال د نړۍ په ۱۱۳ هیوادونو ته خپره شوې ده.

د "ډبیلو ایچ او" په راپور کې ایټالیا، ایران او جنوبي کوریا د کرونا د ویروس د ناروغۍ د خپریدو د اندیښنې وړ هیوادونو په توګه یاد شوي دي.

افغان حکومت وايي، چې د کرونا د ناروغۍ کومې پیښې، چې په افغانستان کې ثبت شوي منشا یې ایران وو.

په هرات کې سیمه ییز چارواکي وايي، هره ورځ په سلګونو افغانان له ایران څخه د کرونا د ویروس پر ناروغۍ د اخته کیدو د اندیښنو او د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د رضا پرته افغانستان ته ستنیږي.

د هرات ولایت د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو رئیس جاوید نادم امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې په تیرو دریو اونیو کې شاوخوا ۲۵ زره افغان کډوال له ایران څخه هرات ته ستانه شوي دي.

ښاغلي نادم وویل، چې هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا دوه زره افغانان له ایران څخه دغه ولایت ته ورځي.

هغه وویل، چې درې اونۍ وړاندې به په ورځ کې تر درې سوو پورې افغانان د هرات ولایت له لارې افغانستان ته ستنیدل.

د هرات برسیره د نیمروز ولایت د پل ابریشم بندر له لارې هم هره ورځ په سلګونو افغانان افغانستان ته ستیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له وړاندې له ایران څخه په لوی شمیر د افغانانو ستنیدلو باندې اندیښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG