د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۱۲.۸ سلنه وګړي د کرونا پر وړاندې واکسین شوي 


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر د جمعې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) امریکا غږ ته وویل، چې د تیرکال په پرتله په افغانستان کې د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق د مرکزونو شمیر دوه چنده شوی دی.

ښاغلي هژیر وویل: "... دمخه مو په ټول افغانستان کې ۳۷۷ مرکزونه چې ۱۶ یې په کابل کې وو او ۳۶۱ په ولایتونو کې لرل، خو له نیکه مرغه اوس د مرکزونو شمیر زیات شوی او اوس په ټول افغانستان کې شپږ سوه او اته مرکزونه لرو، چې ۲۴ مرکزونه یې په کابل کې او ۵۸۴ مرکزونه یې په ولایتونو کې دي چې په اوسط ‌ډول هره ورځ پکې ۸۶۰۰ کسان واکسین اخلي".

افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تطبیق بهیر د تیر۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل په میاشت کې پیل شوی چې تراوسه د دغه هیواد د نفوس ۱۲.۸ فیصده وګړو د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین اخیستی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرنو له مخې د جمعې تر ورځې افغانستان کې ۴ میلیونه ۵۹۵ زره او ۵۰۶ کسانو دوه ډوزه یا بشپړ ډول واکسین اخیستی دی. ډاکټر هژیر وايي، چې زیات شمیر کسان په تیرو اتو میاشتو کې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین اخیستی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو پراساس افغانستان کې د هغو کسانو شمیر چې یو ډوز واکسین یې اخیستی څه کم شپږ میلیون کسانو ته رسیږي.

افغانستان کې د کرونا د ویروس پر وړاندې د واکسین بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې د دغه هیواد د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په تیرو اونیو کې په پرله پسې ډول د کرونا ویروس پیښې کمې شوي دي.

دا وزارت وايي، د اپریل د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې افغانستان کې ۳۰۴ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. پداسې حال کې چې د فبرورۍ په میاشت کې په هره اونۍ کې د دریو او څلورو زرو ترمنځ پیښې ثبت کیدلې.

د افغان - جاپان روغتون د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی دی. په دغه روغتون کې ډاکټران وايي، چې د پخوا پرتله روغتون ته په کم شمیر ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

افغانستان کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ د کرونا ویروس لومړۍ پیښه هرات ولایت کې ثبت شوې وه ، چې بیا ډیر ژر دا ناروغي ټولو ۳۴ ولایتونوکې خپره شوه.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرنو له مخې تراوسه افغانستان کې ۱۷۸۳۵۲ تنه د کرونا ویروس په ناروغۍ اخته شوي او ۷۶۷۶ کسان پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG