د لاس رسي وړ اتصالات

تدروس: څومره پام چې اوکراین ته شوی، یوه برخه یې هم افغانستان او نورو هېوادونو ته نه دی شوی  


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تېدروس ادهانوم ګیبریوس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تېدروس ادهانوم ګیبریوس

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وایي چې بشري‌ بحرانونه تور او سپین انسانان یو ډول ځپي او اغیزمن کوي، خو په خبره یې له دغو بحرانونو سره د نړۍ مبارزه یو ډول نه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریوس نن چهارشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴) وویل چې نړۍ چې څومره پام اوکراین ته اړولی ده د هغه «یوه برخه» پام یې هم نورو هېوادونو ته نه دی کړی. هغه وايي چې د نړۍ د نورو برخو اضطراري وضعیت جدي نه ګڼي او یو ډول توپیري چلند کوي.

ښاغلي ګیبریوس زیاته کړه: «له شک پرته چې اوکراین باندې تمام پام مهم دی، ځکه چې په ټولې نړۍ اغیز لري. خو د هغه [پام] یوه برخه هم تیګاري [اتوپیا یوه سیمه]، یمن، افغانستان او سوریې ته نه دی شوی. یوه برخه هم.»

هغه زیاته کړه: «باید څرګند او صادقانه یې ووایم چې نړۍ له انساني نژادونو سره یو ډول چلند نکوي. له ځينو سره زیات کوي. ماته دا خبره دردناکه ده، زه یې وینم، منل یې سخت دي خو همداسې کېږي.»

ښاغلی تدورس په خپله هم د اتوپیا دی، هغه په خپل هېواد کې روانې جګړې او هلته بشري مرستو رسونې ته په اشارې وویل: «هیله ده چې نړۍ بیا په هوش راشي او د ټولو انسانانو له ژوند سره یو ډول تعامل وکړي.»

افغانستان د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ راپدیخوا چې طالبان په کې مسلط شوی، له شدید بشري او اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی. ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان ۹۸ سلنه نفوس کافي خواړه نلري.

ملګرو ملتونو څه موده مخکې د یمن بشري‌ بحران د عصر تر ټولو بد بحران یاد کړ او د نړۍ پام یې ور واړوه.

همدغه راز سوریه هم له ۲۰۱۱ راپدیخوا په جګړې کې دخیل او سلګونه زره خلک په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. او میلیونونه نور یې کډوال شوي دي.

روسیې په اوکراین باندې د فبرورۍ په ۲۴ برید وکړ او له هغه وروسته له دغه هېواد سره لویدیځ میلیاردونه ډالر مرسته شوې. متحدو ایالتونو د بشري‌ مرستو تر څنګ له اوکراین سره ۱.۷ میلیادر پوځي مرسته هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG