د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د فساد ضد مبارزه یواځې غونډې کول او د مقرراتو ټاکل دي – سیګار 


د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیگار) ویلي چې د افغانستان حکومت د سیستماتیک فساد په وړاندې محدود ګامونه پورته کړي او د فساد ضد مبارزې په برخه کې اصلاحات پدې هیواد کې د مقرراتو د ټاکلو او د غونډو د جوړولو په حد کې دي.

سیګار د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) په ټویټر باندې یو لیک خپور کړ چې په کې په افغانستان کې د فساد په هکله معلومات ورکړل شوي او تیره اونۍ یې هغه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې ته استولي دي.

سره له دې چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې د افغانستان د حکومت یو شمیر کارونه ستایل شوي، پدې لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان حکومت باید ټینګ ګامونه پورته کړي چې د فساد د کمیدو سبب شي، لکه په فساد باندې د ککړو زورواکو افغانانو نیول او سزا ورکول.

د سیګار په لیک کې لیکل شوي: "په فساد باندې تورن زورواکي د قانوني تشو نه استفاده کوي او د تعقیب کیدو نه تښتي او هغه کسان چې مجرم هم ګڼل کیږي د حکومت له کمزورو بنسټونو نه استفاده کوي او هغسې چې لازم دي سزا نه ورکول کیږي."

په یو ځانګړي مورد کې سیګار د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخواني رئیس احمد یوسف نورستاني ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د اختلاس او د وظیفې نه د استفادې د تورونو سره سره هغه د افغانستان د سنا جرګې د غړي په توګه ګمارل شوی او کاري مصونیت یې د نیولو خنډ شوی دی.

همداشان سیګار ویلي دي چې د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالحمید شریفي چې عربي متحده اماراتو ته د ۲۰۰ زرو یورو د قاچاق کولو د هڅې په تور نیول شوی و، د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې د محتویاتو په بنسټ چې وکیلانو ته معافیت ورکوي د بند نه خوشې شو او قضیه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وړاندې شوه.

سیګار ټینګار کړی چې ددې ادارې د لیک په رڼا کې افغانستان سره بهرني مرسته کوونکي باید ددې هیواد سره د خپلو مرستو دوام په افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې د تائید شویونو نتیجو پورې مربوط کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان سره مرسته کوونکي هیوادونه او سازمانونه د نومبر له ۲۳ نه تر ۲۴ پورې په سویس کې کنفرانس جوړ کړي او د افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنې وکړي.

سیګار د مخکنیو تجربو په اساس استدلال کړی، هر کله چې مرسته کوونکي هیوادونه په افغانستان کې د خپلو مرستو د مصرف کیدو پر څرنګوالي جدي او دقیقه څارنه ولري او د هغې په لګولو کې فساد تعقیب او ارزونه یې وکړي د افغانستان حکومت به ددغو مرستو د لګولو په مدیریت کې ښه چلند ولري.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته نړیوالې ټولنې تر اوسه د افغانستان د بیارغونې لپاره مالي مرستې برابرې کړي دي. د "افغانستان د بیا رغونې د پولي صندوق" سره مالي ژمنې په هرو څلورو کالو کې یو ځل ترسره کیږي او د نړیوال بانک له لورې یې مدیریت کیږي. افغانستان سره بهرنيو مرسته کوونکو په ۲۰۱۶ کې د بلجیم په بروکسل کې شوي کنفرانس کې ژمنه وکړه چې ۱۵.۲ میلیارد ډالر به د ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۰ پورې افغانستان ته برابر کړي.

تر دې وړاندې د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو، چې د ملګرو ملتونو سره یوځای یې د افغانستان لپاره د ژنیو د کنفرانس کوربتوب کاوه ویلي وو چې د افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو د مالي ژمنو په دوام کې عمده بدلون به دا وي چې ژمنې به یې دا ځل د یو کال لپاره وي.

د فنلند د بهرنیو چارو وزیر همداشان ویلي دي چې "سخت شرایط" به وضع شي چې د مرستو د لګولو په چارو کې د احتمالي فساد مخه ونیول شي او په هغه هیواد کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.

XS
SM
MD
LG