د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار افغانستان کې د امریکا د وژل شویو عسکر شمېر په ډاګه کړ


سیګار په افغانستان کې د امریکا د وژل شویو او ژوبل شویو سرتېرو شمېر په ډاګه کړ
سیګار په افغانستان کې د امریکا د وژل شویو او ژوبل شویو سرتېرو شمېر په ډاګه کړ

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش (سیګار) له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان په جګړې کې د وژل شویو او ژوبل شویو امریکایي سرتېرو شمېره اعلان کړه.

د سیګار په تازه راپور کې ویل شوي دي‌ چې د ۲۰۰۱ د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر او پرسونل وژل شوي دي.

په افغانستان کې په امریکایي عسکرو باندې تر ټولو تازه بریدونه د همدغه کال په لومړیو دریو میاشتو کې شوي چې د سیګار د راپور په اساس پکې اوه امریکایي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

وايی د دغه کال په لومړۍ برخه کې د تېرکال د وروستۍ برخې په پرتله د امریکایي ځواکونو تلفات زیات وو.

سیګار وايي دغو عسکرو په وژل کېدو سره په افغانستان کې د امریکا د ټولو وژل شویو سرتېرو شمېر ۲۴۳۹ ته ورسېد چې "په دې کې ۱۴۰۹ یې په مخامخ جګړه کې، ۴۹۷ یې د ټپونو له کبله او درې نور یې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي. همدغه راز۵۳۰ نور پرسونل په نورو پېښو کې وژل شوي دي. او تر دې دمه ۲۰۶۶۳ نور پرسونل ژوبل شوي دي."

سیګار د سه شنبې په ورځ جون ۹ (غبرګولي ۱۹) دا ارپور خپور کړی دی. خو د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

امریکا د ۲۰۰۱ د سپتمبر په میاشت کې د نیویارک په تجارتي‌ ودانیو باندې د القاعده ډلې، چې د طالبانو نظام یې ننګه کوله، له ترهګریزو بریدونو وروسته په افغانستان کې د نړیوال تروریزم په ضد جګړه پیل کړه.

تر دې دمه د امریکا د دفاع وزارت د سیګار د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي دي.

ملکي تلفات

سیګار په خپل راپور کې د افغانستان د امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو د تلفاتو شمېرې نه دي‌ خپرې کړې خو وايي‌ چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مارچ تر ۳۱ پورې په افغان ځواکونو باندې ۱۷ داخلي بریدونه شوي دي او ۵۷ تنه یې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

سیګار وايي د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په دې وروستیو کې د "دښمن د بریدونو په اړه د معلوماتو خپرول محدود کړي دي".

د سیګار په راپور کې د ملکي تلفاتو یادونه هم شوې ده. سیګار د یوناما او نورو سرچینو په حواله په خپل راپور کې لیکلي‌ دي چې یوازې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په جګړو کې څه باندې ۳۵۵۰۰ ولسي خلک وژل شوي دي چې ډېر مسولیت یې د وسله والو طالبانو ته په غاړه اچول شوی دی.

سیګار وايي د فبرورۍ په ۲۹ نېټه له طالبانو سره د امریکا له تړون وروسته په نړیوالو ځواکونو باندې د بریدونو کچه بیخي کمه شوې او یا‌ نشته خو پر افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه هماغسې روان دي.

سیګار نه دي ویلي چې په تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو کې څومره وسله وال طالبان او نور بریدګر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG