د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان یو ځل بیا د فاسدو دولتونو په کتار کې راغلی 


د فاسدو دولتونو نقشه
د فاسدو دولتونو نقشه

د شفافیت د نړیوالې ادارې د ۲۰۲۱ کال راپور په اساس افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ د اوو فاسدو دولتونو په کتار کې راغلی دی.

په راپور کې ښودل شوي چې افغانستان د فساد سره په مبارزه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې په ۱۷۴ مقام کې ځای لري.

افغانستان په ۲۰۲۰ کې د دغه لست په ۱۶۵ مقام کې او په ۲۰۱۹ کې بیا په ۱۷۳ مقام کې ځای درلوده.

افغانستان په تېرې یوې لسیزې کې د فاسدو دولتونو د جدول په سر کې ځای درلوده خو په وروستیو کلونو کې د فساد سره له یو لړ مبارزو وروسته د جدول له سر څخه لږ راښکته شوی دی.

د افغانستان ګاونډیان ایران او تاجیکستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې په ۱۵۰، پاکستان او اوزبیکستان په ۱۴۰ او ترکمنستان بیا په ۱۶۹ مقامونو کې دي.

دغو هېوادونو ته د ادارې فساد سره د مبارزې په حساب نومرې ورکړل شوې دي او په همدې اساس په جدول کې یې ځایونه مشخص شوي‌ دي.

دا اداره هرکال د کارپوهانو په مشورو او ارزونو د هېوادونو د اداري فساد کچه معلوموي؛ دوی هېوادونو ته د صفر او ۱۰۰ نومرو ترمنځ نومرې ورکوي‌ او د مشورو او ارزونو د پایلو په اساس درجه بندي کوي. افغانستان ته ۱۰۰ څخه ۱۶ نومرې ورکړل شوې دي.

د شفافیت د نړیوالې ادارې د ۲۰۲۱ په راپور کې راغلي‌ دي چې د فساد سره د مبارزې د ژمنو سره سره بیا هم د نړۍ ۱۳۱ هېوادونو په دغې برخه کې کوم پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

راپور وايي د اداري فساد سره د پڅې مبارزې له کبله په ټولې نړۍ او په خاص ډول په هغو هېوادونو کې چې د اتباعو مدني ازادۍ یې تر پښو لاندي‌، په بشري حقونو او دموکراسۍ باندې هم برید شوی دی.

د نړۍ پاک دولتونه

د شفافیت د نړیوال سازمان د راپور په اساس ډنمارک، فنلنډ او نیوزلنډ په ترتیب سره د تېرکال په څېر له اداري فساد څخه پاک دولتونه ګڼل شوي‌ دي. په تېرو څلورو کلونو کې دا هېوادونه د پاکو دولتونو د جدول په سر کې ځای لري.

د امریکا متحده ایالتونه بیا د دغه لست په ۲۷م مقام کې ځای لري، دا هېواد په ۲۰۲۰ کې په ۲۱ مقام کې و.

جنوبي سودان، سوریه، سومالیا، ونزویلا، یمن او شمالي کوریا بیا د شفافیت د نړیوال سازمان د راپور په اساس په ترتیب سره د نړۍ د فاسدو دولتونو د جدول په سر کې دي.‌

دا سازمان چې په جرمني کې یې مرکز دی، وايي چې په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې اداري فساد په کې نه وي، خو د اداري فساد اندازه او په دې اړه د هېوادونو د وګړو د درک اندازه توپیر کوي.

XS
SM
MD
LG