د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس ته د طالبانو لیک کې د کنګل شوو پیسو په ازادولو ټینګار


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د امریکا کانګرس ته په یو پرانیستي لیک کې له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

په یاد لیک کې د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو ته د مثبتو اړیکو وړاندیزونه هم شوي دي.

ښاغلي متقي نن چهارشنبه نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) د امریکا کانګرس ته په یاد پرانیستي لیک کې ویلي چې «اسلامي امارت» د یو خپلواک هیواد په توګه د افغانستان چارې په لاس کې اخیستي او د یو مسئول دولت په توګه د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ته لیواله دی.

په لیک ویل شوي چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین شوی، فساد له منځه وړل شوی او سیمي او نړۍ ته د افغانستان له خاوري هیڅ ډول تهدید نشته او د مثبتې همکارۍ زمینه مساعده شوې ده.

د امریکا کانګرس ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په لیک کې راغلي چې د افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره ټول فرصتونه برابر شوي او په راتلونکې کې دافغانستان په صنعت، زراعت او د کانونو په استخراج کې د امریکا متحده ایالات هم پانګونه کولای شي.

د امریکا کانګرس د یاد لیک په یوه برخه کې راغلي: "د حیرانتیا ځای دی چې د نوي حکومت له اعلان سره د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له لوري زموږ د مرکزي بانک پر ذخیرو بندیز لګیدلی دی."

طالبانو د افغانستان د پیسو کنګل کېدل د دوحې موافقتنامې خلاف بللي.

په لیک کې راغلي چې دواړه لوري د مثبتو اړیکو جوړولو لپاره ښه فرصت لري او په وینا یې د بندیزونو او فشارونو له اپشن څخه استفاده (زموږ) د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نه شي کولای.

د طالبانو په لیک ویل شوي چې د نړیوالې ټولنې او امریکا په اندېښنو پوهیږي او ټینګار یې کړی چې د باور جوړونې لپاره باید دواړه لوري مثبت ګامونه واخلي.

ښاغلي متقي زیاته کړې: "موږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي. او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي. د پیسو له کنګل کیدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کیدای شي چې عام ولس تري ګټه اخلي. د دغو زیربناوو په زیانمنیدو سره یوازې د افغانستان عام ولس ته زیان رسیږي او دا به له امریکا څخه د افغان ولس تر ټولو بده خاطره وي."

نوموړي زیاته کړې په داسې حال کې په افغانستان کې سوړ ژمی په رارسېدو دی او د کرونا څپې، وچکالۍ، جګړو او فقر هم دغه هیواد ځپلی دی، د امریکا بندیزونو د سوداګرۍ او کار وبار ترڅنګ د بشري مرستو حالت هم اغیزمن کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپل لیک په پای کې ویلي: "د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت څخه وغواړم چې په افغانستان کې د دغه بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسئولانه ګام پورته کړي ترڅو زموږ د راتلونکو اړیکو دروازې خلاصې شي او د افغانستان د مرکزي بانک ذخایر خلاص او زموږ له حسابونو څخه بندیزونه لرې کړي."

د امریکا کانګرس تر دا مهاله د طالبانو د پرانیستي لیک په اړه څه نه دي ویلي.

د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر زیرمه ګنګل کړه.

د امریکا په ګډون ملګري ملتونو او نور هېوادونه ټېنګار کوي چې طالبان باید «همه شمول حکومت» جوړ کړي او د بشر او په خاص ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. د نورو شرایطو تر څنګ،‌ دا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره مهم شرطونه اېښودل شوي.

په همدې حال کې د امریکا د ګانګرس یو غړي مک مککال ویلي دی‌ چې د طالبانو په رسمیت پېژندل «هوښیارانه مفکوره» نه ده.‌

هغه وايي چې طالبان لا هم یوه ترهګره ډله ده چې باید پرې فشار راوړل شي چې د هغه په خبره له ترهګرو سازمانونو سره روابط پرې کړې او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.‌

هغو هېوادونو چې په تېرو دریو میاشتو کې له افغانستان سره میلیونونه ډالر مرسته کړې، ټېنګار کوي چې دا پېسې باید د نړیوالو خیریه سازمانونو په لاس اړمنو ته ورسیږي‌او د طالبانو لاس ته ورنشي.

په کابل کې د طالبانو حکومت پر داسې مهال د امریکا کانګرس ته پرانیستی لیک ليږي چې ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

دا غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د تیرې اګست میاشتې پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت ټینګولو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان شااوخوا ۹ میلیارډه ډالره کنګل کړل.

که څه هم تر دا مهاله پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته څه باندې درې میاشتې تیریږي خو تر دا مهاله هیڅ یو هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی.

ګڼو هیوادونو ویلي چې د طالبانو خبرو او عمل ته په کتو به د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو په اړه پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG