د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې۲۷۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۲۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه جون۲۶(چنګاښ ۶) ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په هیواد کې د کرناویروس د ۹۳۲مشکوکو پېښو سمپلونه معاینات شوي چې ۲۷۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۴۵۱تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس له دغو پېښو څخه۷۱ په کابل، ۲۷ هرات،۱۲ کندهار، ۱۷ بلخ، ۲۷ پکتیا۱۰ننګرهار،۲۵ تخار، ۲۳ بامیان ۲ لوګر، ۲۰ کندز، ۷ نیمروز، ۲ میدان وردګ، ۷ بدخشان، ۸ لغمان، ۳ کونړ، ۲ پنجشېر، ۷ زابل او ۶ په ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

دا په تیرو څو اونیو کې شپږمه ورځ ده چې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ناروغیو پېښو کمېدو راپور ورکوي.

په تیره یوه شپه ورځ کې د افغانستان په څلورو ولایتونو زابل، ننګرهار، پکتیا او هرات کې دکرونا ویروس له امله ۸ تنه مړي شوي چې دې سره د ټولو مړشوو کسانو شمېر ۶۸۳ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه۱۳۲ تنه بیرته روغ شوي چې ورسره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۰۳۰۶ تنو ته ورسېد.

پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کروناویروس اغېزې.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د کرونا ویروس خپرېدو او اغېزو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ناسم بللی دی.

یاد وزارت ویلي چې له کرونا ویروس څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوندیتوب په اړه لازم تدابیر نیول شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن جمعې تر غرمې جون ۲۶(چنګاښ۶) پورې په نړۍ کې ۴۸۹۵۵۵تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې ۹ میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG