د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۳۰زرو څخه واوښتې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د ۴۶۰ مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په کروناویرس د اخته‌و کسانو شمیر له ۳۰زرو څخه زیات شوی دی.

له دغه وزارت څخه د پنجشنبې په ورځ خپور شوي معلومات ښيي چې په یوه شپه او ورځ کې د ۱۱۷۵ مشکوکو پېښو له شمېرې ۴۶۰ یې مثبتې تشخیص شوي چې وروسره د ټولو مثبتو پېښو شمیره ۳۰۱۷۵ ته پورته شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ تنه له کروناویروس ناروغۍ څخه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېره ۶۷۵ تنو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو له مجموعي شمېرې څخه لس زره او ۱۷۴ تنه بېرته روغ شوي هم دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د شمېرو په اساس د پنجشنبې تر ورځې د جون ۲۵مه (چنګاښ ۵) په نړۍ کې څه باندې ۹ میلیونه او ۴۳۹زره تنه په دې ناروغۍ اخته شوي او له دې شمېرې نږدې ۴۸۳ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG