د لاس رسي وړ اتصالات

مدني ټولنه: هلمند کې د کوکنارو د مخنیوي لپاره پخته ښه بدیل دی


د هلمند ولایت مدني ټولنه له حکومت څخه غواړي، چې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د پختې پر کښت پانګونه وکړي
د هلمند ولایت مدني ټولنه له حکومت څخه غواړي، چې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د پختې پر کښت پانګونه وکړي

د هلمند ولایت د مدني ټولنې فعالین وايي، په دغه ولایت کې د پختې کښت ښه حاصلات لري او افغان حکومت باید په هلمند کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د پختې د کښت او تولید پر سر پانګونه وکړي.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو زیات کوکنار په کې کرل کیږي.

د افغان حکومت د سروې له مخې د افغانستان شاوخوا اتیا فیصده کوکنار یواځې په هلمند ولایت کې کرل کیږي.

د هلمند د مدني ټولنې رئیس سردارمحمد همدرد، چې نن یې په کابل کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت او د یو شمیر خصوصي شرکتونو تر منځ د عامه پوهاوي او د معیشت بدیل د پروژو د تړون د لاسیک کولو غونډه کې وینا کوله وویل، په دغه ولایت کې د پختې د کښت دود کول د کوکنارو لپاره یو ښه بدیل دی.

د ښاغلي همدرد پر وینا، د هلمند بُست فابریکې ته د اړتیا وړ بریښنا په برابرولو سره به د دغه ولایت اکثره بزګران د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي او د پختې کرکیلې ته به مخه کړي.

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د شنبې په ورځ (اګست ۵) له دریو خصوصي شرکتونو سره د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د عامه پوهاوي او د معیشت بدیل په برخو کې د څلورو پروژو د عملي کولو تړون لاسلیک کړ.

په دې پروژو کې د بست د پختې فابریکې مسوولینو ته د دوه پایو جنراټورونو د سپارلو تړون هم شامل وو، چې له مخدره موادو سره د مبارزې د وزیرې سلامت عظیمي او د بُست د تصدۍ د رئيس ترمنځ لاسلیک شو.

آغلې عظیمي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل "دا یوه تشویقي بسته ده د هغو ولایتونو لپاره چې په کې زیات کوکنار کرل کیږي، موږ هیله لرو، چې د معیشت بدیل د پروژو د تطبیق له لارې د دغې شومې پدیدې د له منځه وړلو لپاره ولایتي همکاران جدي ګامونه پورته کړي".

د هلمند ولایت د بُست د پختې د پروسس فابریکه، چې څلور سوه کیلو واټه بریښنا ته اړتیا لري او دغې فابریکې ته د دوو جنراټورونو په سپارلو سره، چې د زر کیلو ولټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، د فابریکې د بریښنا د کمښت ستونزه حل شي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې دغه راز، د مخدره موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي د دوو پروژو تړونونه او د غور ولایت په مرکز کې د شاتو مچیو د دوو فارمونو د جوړولو تړون له ګټونکو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د آغلې عظیمي پر وینا، دا تړونونه له نشه یې توکو سره د مبارزې د وزارت له خوا له ولایتونو سره د تشویقي بستو د ویش د پرګرام لړۍ ده، چې د کوکنارو د کښت مخنیوی په موخه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG