د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدراتو پر ضد د مبارزې علمي او څیړنیز سیمینار


د افغانستان د علومو اکاډمي له علمي او شرعي نظره، له مخدراتو څخه د ژغورنې څیړنه کوي
د افغانستان د علومو اکاډمي له علمي او شرعي نظره، له مخدراتو څخه د ژغورنې څیړنه کوي

په افغانستان کې د مخدراتو مخ په زیاتیدونکي کړکیچ، د ټولنې علمي او دیني بنسټونه اړ کړي، چې د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره لارې چارې ولټوي.

په همدې موخه د افغانستان د علومو اکاډمي، د سې‌شنبې په ورځ د ټولنې د مختلفو اقشارو او دولتي بنسټونو د استازو په ګډون 'د اسلامي شریعت له نظره د مخدراتو د استعمال او قاچاق د مخنیوي' په نوم، علمي او څیړنیز سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې، د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې، ارشاد، حج او اوقافو، عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو استازو د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته د مخدره موادو د کر، تولید او قاچاق د اوسني وضعیت په اړه معلومات او سلامشورې ورکړې، تر څو یاده اکاډمي د مخدراتو ستونزه له علمي او شرعي نظره وڅیړي او ورته د حل لارې چارې پیدا کړي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د څانګې سرپرست عبدالوهاب عابد وویل "هیله لرو نننی سیمینار، چې ورته سخته اړتیا لیدل کیده، د علمي او تحقیقي مقالو په وړاندې کولو سره د مخدره موادو د استعمال او قاچاق د مخنیوي لپاره موږ ته عملي لارې چارې ښکاره او څرګندې کړي او له دغې وژونکې ناروغۍ څخه د وتلو لارې زموږ ټولنې او خلکو ته په ګوته کړي".

د ښاغلي عابد پر وینا، د افغانستان له مخدره موادو څخه په کور دننه او بهر مافیايي کړۍ هرکال تر ۷۰ میلیارد ډالرو عواید ترلاسه کوي، چې ۲ میلیارده یې به افغانستان کې د بزګرانو او پاتې برخه یې د بهرنیانو جیبونو ته ځي.

که څه هم ښاغلي عابد د دغو مافیايي کړیو په اړه په څرګند ډول معلومات ورنکړل، خو ویې ویل، چې په کې په کور دننه او بهر زورواکي او د نفوذ خاوندان شامل دي.

د مخدره موادو د استعمال او قاچاق د مخنیوي په اړه دغه علمي او څیړنیز سیمینار په داسې حال کې جوړ شوی، چې افغانستان کې سږکال په بې‌ساري ډول زیات کوکنار کرل شوي دي.

د امریکا غږ د موندنو پر بنسټ سږکال په افغانستان کېپر ۳۴۰زره هکتاره ځمکه د کوکنارو کر شوی او څه باندې ۱۰۰۰۰ ټُنه اپین ترې حاصل اخیستل شوی دی.

دغه شمیره د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کر کې ۶۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

تیرکال په دغه هیواد کې د کوکنارو د کر کچه ۲۱۰زره هکتاره ځمکې ته رسیدلې وه او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی وو.

XS
SM
MD
LG