د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د کوکنارو فصل له منځه وړلو کمپاین پیلېږي


ننګرهار کې د کوکنارو فصل له منځه وړلو کمپاین پیلېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د ننګرهار نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي نژدې ورځو د کوکنارو اړولو کمپاین پیلوي، دوی وايي یولس ولسوالۍ یې نښه کړي چې د کوکنارو فصل پکې واړوي.

د چارواکو په وینا لومړنۍ موندنې یې ښيي چې سږکال په ننګرهار کې شاوخوا اوه زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې رئیس محمد ادریس ساپی وايي چې پلان یې جوړ کړی او نژدې ورځو کې به د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړي.

محمد ادریس ساپي امریکا غږ ته وویل: "د کوکنارو فصل د اړولو پلان مو جوړ کړی دی، منظور شوی دی او په نژدې ورځو کې به دغه کمپاین پیل کړو او یولسو ولسوالیو کې به کرل شوي کوکنار چپه کړو."

نوموړی وايي چې سږکال هم د کوکنارو اړولو په بدل کې کرونګرو ته کوم بدیل نه ورکوي، خو وايي په عمومي ډول یې د کروندګرو لپاره پروژې په پام کې نیولې دي.

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر چې د کوکنارو د کرلي فصل په خشاوه لګیا دی وايي حکومت دې ورته پروژې پلې کړي چې دوی د کوکنارو له کر څخه لاس واخلي کنه د دوی فصلونه دې نه اړوي.

کروندګر واسع الله چې د غني خېلو ولسوالۍ کې یې کوکنار کرلي امریکا غږ ته وویل: "موږ له مجبورۍ څخه کوکنار کرو، حکومت دې موږ ته پروژې وکړي او زموږ ژوند د ښه کېدو لپاره دې کار وکړي نو بیا موږ څه کوو چې کوکنار کرو."

تېر کال د ننګرهار په څوارلسو ولسوالیو کې اولس زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې د چارواکو په وینا سږ کال له نمايي ‌‌‌‌‌‌ډېر راکم شوي دي.

XS
SM
MD
LG