د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې په نشو روږدي له حکومت نه کار غواړي


پکتیا کې په نشو روږدي له حکومت نه کار غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د پکتيا په مرکز ګردېز کې په نشو روږدي یو شمېر کسان له دولت نه کار او کاري زمیني غواړي.

دوی ويلي چې د بې کارۍ له کبله د مخدره موادو په څکولو روږدي شوي دي.

په داسې حال کې چې بې کاري او غربت په نشه يي توکو د اعتياد عمده لاملونه بلل کيږي، یو شمېر روږدي کسان شکايت لري، چې د کار د نشتون له کبله په مخدره موادو روږدي شوي دي.

دوی د ګردېز بالاحصار لاندې په دې سمڅو کې خپل فکر د نشه يي توکو په څکولو غلطوي. دغه روږدي کسان پر دولت نيوکه لري، چې ګني ځوانانو ته يې په کافي اندازه کاري فرصتونه نه دي برابر کړي.

پکتيا کې کوکنار نه کرل کيږي، خو له نورو ولايتونو څخه دې ولايت د مخدره موادو د قاچاق او د بې کارۍ له امله په دې ولايت کې د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

دا روږدي کسان وايي، چې د اعتياد له کبله يې په ټولنه کې ژوند تريخ شوی دی. دوی له نورو خلکو غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو له استعماله ځان وژغوري کنه د دوی په شان به يې ژوند سخت شي.

د څېړونکو په وينا فقر، بې وزلي، بې کاري او ځينې نور په نشه يي توکو د اعتياد عمده لاملونه بلل کيږي. د ځينو غير رسمي شمېرو له مخې پکتيا کې د روږدو کسانو شمېر لسګونه زره ښودل شوی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG