د لاس رسي وړ اتصالات

د مشال خان په قضیې کې یو تن په مرګ او ۵ نور په ابدي حبس محکوم شول


مشال خان ۲۳ کلن و او قهرجنو محصلینو اسلام ته د سپکاوي په تور وژلی و.
مشال خان ۲۳ کلن و او قهرجنو محصلینو اسلام ته د سپکاوي په تور وژلی و.

په پاکستان کې یوې محکمې د مشال خان د قتل په قضیې کې یو کس ته د مرګ سزا ورکړه او پنځه نور یې په عمري قید محکوم کړل.

مشال خان چې درویشت کاله عمر یې درلود په ۲۰۱۷ کال کې وروسته تر هغه قهرجنو محصلینو د عبدالولي خان په پوهنتون کې په وهلو وهلو وواژه چې په هغه یې د دروغو اسلام ته د سپکاوي تور ولګاوه.

د تروریزم ضد محکمې پدې قضیې کې پنځه ویشتو کسانو ته د څلورو څلورو کالونو بند تیرولو سزا ورکړله او شپږ ویشت نور یې د شواهدو نه لرلو په خاطر بري الزمه کړل.

د مشال خان ورور د محکمې د حکم هرکلی کړی خو د حکومت یوه ویاند شوکت علي یوسفزي ویلي دي چې د محکمې لخوا د شپږ ویشتو کسانو د معاف کولو په خلاف به بیا عریضه وکړي.

محکمې دا پریکړه د هرې پور په زندان کې کړیده چې ټینګ امنیت یې ساتل کیږي. چارواکي وایي دا کار یې پدې خاطر کړی و چې ویره وه سخت دریزه اسلامي ډلې به د محکمې په جریان یا په عیني شاهدانو برید وکړي.

په پاکستان کې اسلام ته سپکاوی د مرګ سزا لري او که یوازې په چا د دې تور هم ولګیږي، خلک پاریږي او تشدد کوي.

XS
SM
MD
LG