د لاس رسي وړ اتصالات

لایبه یوسفزۍ: د مشال د 'قتل' قضیه ترهګرۍ ضد محکمې کې ده


په پاکستان کې چارواکو د مشال خان د قتل په تور شاوخوا ۵۰ کسان نیولي دي.

د مشال جرګې یوه غړې لایبه یوسفزۍ وايي د مشال د قتل په تور تر ډېره نیول شوي مشکوک کسان د پاکستان د ځینو سیاسي او اسلامي ډلو غړي دي.

یوسفزۍ وویل د دغو کسانو دوسیې اوس د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې ته استول شوې او په پام کې ده چې ژر به یې په اړه پرېکړه وشي.

لایبه یوسفزۍ د مشال جرګې غړې ده
لایبه یوسفزۍ د مشال جرګې غړې ده

مشال خان د عبدالولي خان پوهنتون محصل و چې لسګونو کسانو ظاهرآ "اسلام ته د سپکاوي" په تور له کومې محکمې او ثبوت پرته په عام محضر کې وواژه، خو یوسفزۍ وايي چې د "اسلام سپکاوی" یوه پلمه وه او د هغه د قتل تر شا ځینې نورې خبري وي.

​لایبې یوسفزۍ د امریکا غږ خبریال جعفر هاند ته وویل چې مشال خان د پښتون قوم د وېښتابه، په پوهنتون کې د ننه د فساد پرضد، د پوهنتون د فیس د کموالي او دا ډول نورو مدني برخو کې مبارزه کوله چې "سیاستوالو" یې غږ خاموشه کړ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:31 0:00

XS
SM
MD
LG