د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۵۰۵ کسه په کرونا اخته شوي او ۱۰ مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۵ ولایتونو کې د کروناویروس د ۵۰۵ تازه مثبتو پېښو د ثبت او له دغې ناروغۍ څخه د لسو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۰ (غوايي ۳۰) ویلي چې د تازه مثبتو پېښو له شمېرې ۱۲۲ یې په کابل، ۸۷ یې په کندهار، ۴۹ یې په تخار او پاتې يې په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د کروناویروس د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په دغه ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر له ۶۵زرو څخه پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۵ ساعتونو کې د کروناویروس له امله د مړو شویو کسانو له شمېرې شپږ کسه په کابل او څلور نور په هرات، بلخ، لوګر او سمنګان ولایتونو کې مړه شوي دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه دوه زره او ۷۸۲ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی که خلک په ځانګړي ډول کورنۍ روغتیايي سپارښتنې رعایت نه کړي په دغه هېواد کې به د کروناویروس مثبتې پېښې لاپسې زیاتې شي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې تر اوسه په نړۍ کې له ۱۶۴میلیونه او ۹۳۵زرو څخه زیات کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۴۱۸زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG