د لاس رسي وړ اتصالات

څه دپاسه نیم میلیون افغانانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي تر اوسه څه دپاسه نیم میلیون افغانانو لږ تر لږه د کرونا ویروس ضد یو ډوز واکسین کړی دی.

د افغانستان حکومت د روان کال د فبرورۍ په ۲۳ د ۱۸ کالو پورته عمر لرونکو لپاره د کرونا وبا ضد واکسین بهیر پیل کړ او روغتیایي کارکوونکو، ډیر عمر لرونکو او د هیواد د وسله والو ځواکونو منسوبینو ته لومړیتوب ورکړل شوی و.

اوس په کابل ښار کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق ۱۲ مرکزونه فعال دي چې هر مرکز په ورځ کې د ۱۰۰ کسانو د واکسین کولو ظرفیت لري.

د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزی وایي د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق د بهیر سره هم مهاله لاهم کرونا وبا په افغانستان کې په زیاتېدو ده او هره ورځ زیاتې پیښې ثبتیږي.

ښاغلي علیزي وویل: "د کووید۱۹واکسیناسیون پروګرام د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۷ ولسوالیو کې روان دی او تر اوسه څه دپاسه ۵۰۰ زره کسان واکسین شوي دي. خو بدبختانه چې د کووید۱۹ مثبتو پیښو شمیر پدې وروستیو کې زیات شوی دی."

هغه خبرداری ورکړ چې که خلک د حفظ الصحې تدبیرونه د هغې جملې څخه لاس مینځل، د ماسک تړل او ټولنیز واټن مراعت نکړي دغه ویروس به لا پراخ او د اخته کسانو شمیر به زیات شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۱ (غوایي ۲۱) رپوټ ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۱۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې پدې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۲۷۱۸ او له یاد ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۱۳ ته پورته شو.

تر دې مخکې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د درېیمې څپې خپرېدو مخنیوي په هدف له خلکو څخه غوښتي وو چې په اختر کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او پخپلو کورونو کې خوندي پاتې شي.

افغانستان لومړی ځل د فبرورۍ په لومړیو کې له هند څخه ۵۰۰ زره ډوزه استرازنیکا واکسین ترلاسه کړ. دوهم ځل هم هند د مارچ په لومړیو کې ددې واکسین ۴۶۸ زره ډوزه بیا افغانستان ته ولیږل.

XS
SM
MD
LG