د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۱۴۴زرو پورته شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کروناویروس کابو ۱۷۰۰ مشکوکې پيښې ارزول شوي چې له دې شمېرې ۴۱۴ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي شمېرو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۱۴۴۲۸۵ ته پورته شوی دی.

همداشان دغه وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې ۵۲ کسان د کروناویروس له امله مړه شوي دي او ۱۲۲۴ ناروغان بېرته ښه شوي دي.

په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه د دغې ناروغۍ له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۶۴۷۷ ته پورته شوی دی.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره په ټولې نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې تراوسه کابو ۱۹۳ میلیونه او ۸۵۸زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې څلور میلیونه او ۱۵۵زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG