د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د مصنوعي تنفس الې پاکستان ته نه دي قاچاق شوي


وینټلاټور هغه طبي آله ده چې د سختو ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي او اکسیجن د ناروغ سږو ته رسوي
وینټلاټور هغه طبي آله ده چې د سختو ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي او اکسیجن د ناروغ سږو ته رسوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پاکستان ته د وینټلاټورونو د قاچاق په تړاو خپاره شوي خبرونه ردوي او وايي چې تراوسه د دغه وزارت اړوند یو وینټلاټور هم ورک شوی نه دی.

تېره ورځ د پژواک خبري آژانس په یو راپور کې وویل چې له افغانستان سره د کروناویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو (وینټلاټورونو) ۳۲ یې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي مرستیال شفیق‌الله شهیم د سې‌شنبې په ورځ جون ۲۳مه (چنګاښ درېیمه) خبریالانو ته وویل د ټولو ولایتونو د روغتیا له رئیسانو سره د وینټلاټورونو مسله تعقیب کړې چې پر وینا یې تراوسه یو هم ورک شوی نه دی.

هغه زیاته کړه: "موږ دا شدیداً ردوو، دا ناسم دی او عامه ذهنیت مغشوشوي... پایلې یې په دوو لاملونو ډېرې منفي دي، لومړی دا چې د افغانستان د شریفو خلکو په وړاندې د روغتیايي سیستم باور او حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي".

ډاکټر شهیم دغه راز ویل چې د داسې راپورونو نشرول د افغانستان له روغتیا وزارت سره د نړیوالو مرستندویو هېوادونو او بنسټونو مرستو ته زیان رسوي.

د هغه پر وینا اوسمهال د روغتیا وزارت اړوندو روغتونونو کې ۲۶۲ پایې وینټلاټورونه موجود دي او هڅې روانې دي چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د دغو وینټلاټورونو شمېر ۹۰۰ پایو ته لوړ شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې په کابل او ولایتونو کې د روغتیا وزارت یو وینټلاټور هم ورک شوی نه دی.

ښاغلي صالح له خلکو غوښتي چې ځانونه د باطلو او غلطو خبرونو له لومې وساتي.

وینټلاټور هغه طبي آله ده چې د سختو ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي او اکسیجن د ناروغ سږو ته رسوي.

XS
SM
MD
LG