د لاس رسي وړ اتصالات

پوهانو کروناوېروس په شپږو ډولونو وېشلی دی


تازه موندنې له ډاکټرانو سره مرسته کوي چې پوه شي کوم ناروغ جدي پاملرنې ته اړتیا لري څو په روغتون کې یې درملنه وشي.
تازه موندنې له ډاکټرانو سره مرسته کوي چې پوه شي کوم ناروغ جدي پاملرنې ته اړتیا لري څو په روغتون کې یې درملنه وشي.

برېټانوي پوهانو د هغو اپلېکېشنونو د معلوماتو له مخې چې د کروناوېروس نښې نښانې ثبتوي، دغه ناروغۍ په شپږو ډولونو ویشلې چې هر یوه یې ځانګړي علایم لري.

د لندن د کېنګز کالج پوهنتون متخصصین پدې باور دي چې د کروناوېروس دغه شپږ ډولونه د ناروغۍ شدت او د تنفسي ستونزو د مخنيوي لپاره د مصنوعي ساه اخېستلو ماشین ته د ناروغ اړتیا پورې تړاو لري.

تازه موندنې له ډاکټرانو سره مرسته کوي چې پوه شي کوم ناروغ جدي پاملرنې ته اړتیا لري څو په روغتون کې یې درملنه وشي.

څېړونکي کلیر ستېفیس د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې "که وړاندوینه وکولی شو چې ناروغان په پنځمه ورځ په کوم وضعیت کې دي نو فرصت شته چې مخکې له مخکې یې مراقبت وکړو."

له ټوخي، تبې او د بویولو د حس له کمزوري کېدو سربېره چې د کروناوېروس درې عمده نښې بلل کېږي، د اپلېکېشنونو معلومات ښيي چې یو شمېر ناروغان له سرخوږي، د عضلاتو له درد، ستړیا، نس ناستې، ساه لنډۍ او ځېنو نورو ستونزو څخه رنځ وړي.

موندنو ښودلې چې د ناروغۍ وخت په هر ناروغ کې یو شان نه وي. یو شمېر ناروغان د زکام په څېر خفیفې نښې نښانې لري خو د ځېنو نورو علایم شدید وو چې له امله یې ناروغ مړ شوی دی.

کروناوېروس په لاندې شپږو ډولونو وېشل شوی دی.

زکام ډوله بې تبې کروناوېروس: سرخوږی، د بویولو د حس له منځه تلل، د عضلاتو درد، ټوخی، د ستونې درد او د سینې په قفس کې د درد احساس

زکام ډوله تبه لرونکی کروناوېروس: سرخوږی، د بویولو د حس له منځه تلل، ټوخی، د ستونې درد، د غږ خرابېدل، تبه او د اشتها له منځه تلل

د هضمي جهاز کروناوېروس: سرخوږی، د بویولو د حس او د اشتها له منځه تلل، نس ناستې، د ستونې درد او د سینې په قفس کې د درد احساس خو ناروغ نه ټوخېږي

سټریا لرونکې لومړۍ درجه شدید کروناوېروس: سرخوږی، د بویولو د حس له منځه تلل، ټوخی، تبه، د غږ خرابېدل، د سینې په قفس کې د درد احساس او شدیده ستړیا

ګنګسیت لرونکې دویمه درجه شدید کروناوېروس: سرخوږی، د بویولو حس او د اشتها له منځه تلل، ټوخی، تبه، د غږ خرابېدل، د ستونې درد، د سینې د قفس درد، ستړیا، ګنګسیت او د عضلاتو درد

بطني او تنفسې لرونکې درېیمه درجه شدید کروناویروس: سرخوږی، د بویولو حس او د اشتها له منځه تلل، ټوخی، تبه، د غږ خرابېدل، د ستونې درد، د سینې د قفس درد، ستړیا، ګنګسیت، د عضلاتو درد، د ساه بندېدل، نس ناستې او د ناروغ په نس کې درد

ډاکټرانو ویلي چې د کروناوېروس په دریو شدیدو ډولونو اخته ناروغان باید په روغتون کې بستر شي او تر خاصې پاملرنې لاندې یې درملنه وشي.

کروناوېروس د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر په میاشت کې د چین له وهان ښار نه نړۍ کې خپور شو. تازه شمېرې ښیې چې څه باندې ۱۴،۵ مېلیونه کسان په دغې ناروغې اخته شوي او شاوخوا ۶۰۷ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG