د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ماسک تړل ښه دي‌ خو په امریکایانو یې نه جبري کوم


ولسمشر ټرمپ وايي چې باید امریکایانو د ماسک په تړلو او نه تړلو کې ازادي ولري
ولسمشر ټرمپ وايي چې باید امریکایانو د ماسک په تړلو او نه تړلو کې ازادي ولري

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره ښه ده چې امریکايان ماسک وتړي، خو هغه به د ماسک تړل جبري نه کړي.

ښاغلي ټرمپ د فاکس تلویزون سره په یوې مرکې کې وویل: "زه د ماسک تړلو پلوی یم. زما په فکر ماسک تړل غوره کار دی خو دا خبره نه منم چې که هر څوک ماسک وتړي هر څه به ختم شي."

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته له هغې وکړې چې په یو روغتون کې د امریکا د ژوبل شویو عسکر د لیدو پر مهال یې ماسک تړلی و او رسنیو یې د دغه ملاقات تصویرونه خپاره کړل.

سره له دې چې د امریکا په یو شمېر ښارونو کې د ماسک تړل جبري شوي دي خو ولسمشر ټرمپ وايي د ماسک تړلو او نه تړلو پرېکړه باید خلکو ته پرېښودل شي.

هغه وویل: "زه غواړم چې خلک په دې برخه کې ازاد وي زه فکر نکوم چې" د ماسک تړل دي په یوې ملي اړتیا بدل شي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د کروناویروس د خپرېدو په لومړیو ورځو کې د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي‌ د اداري مشر ډاکټر انتوني فاوشي او د امریکا د ناروغیو مشهور جراح جېرومي ادمز د ماسک تړلو له نظریې سره مخالفت درلوده، خو بیا یې وروسته خپل نظرونه بدل کړل.

ښاغلی ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په امریکا کې هره ورځ د کرونا ویروس شاوخوا ۷۰زره مثبتې ېښې ثبتیږي.

د کروناویروس چې په تېر ډسمبر کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو، تر دې دمه یې په امریکا کې څه باندې ۱۴۰زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۳.۷ میلیونو نور کسان پرې اخته دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۶۶۰زره کسان مړه کړي‌ او ۱۴.۵ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG